د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

نی: ۲۰۱۸ د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال و چې ۲۰ خبریالان په‌کې ووژل شول


په ۲۰۱۸ میلادي کې د وژل شويو خبریالانو د انځورونو بنر چې د نی له‌خوا جوړ شوی.
په ۲۰۱۸ میلادي کې د وژل شويو خبریالانو د انځورونو بنر چې د نی له‌خوا جوړ شوی.

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ دفتر «نی» وایي، سږنی میلادي کال د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی او له تاوتریخوالي ډک کال و چې ۲۰ خبریالان په‌کې وژل شوي دي.

د دغه دفتر اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» په کابل کې د دغه بنسټ د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل:

"سږنی ۲۰۱۸ میلادي کال چې موږ یې وروستۍ ورځې تېروو، د تېر ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله په‌کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د کچې د ۱۸ سلنه زیاتوالي شاهدان یو."

د نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر په خبري غونډه کې
د نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر په خبري غونډه کې

د دغه دفتر په خبره سږ کال د ټول هېواد په کچه له خبریالانو او رسنیو سره د تاوتریخوالي ۱۹۷ پېښې ثبت شوې دي چې؛

  • ۲۰ د وژنو پېښې.
  • ۲۰ د ټپي کېدو پېښې.
  • ۵۹ د ګواښونو پېښې.
  • ۳۴ د وهلو او ډبولو پېښې.
  • ۱۲ پر رسنیو د حملو پېښې.
  • یوه د اختطاف پېښه.
  • ۴۹ نورې بیا معلوماتو ته د نه‌لاسرسي پېښې دي.
  • یوه د یوې سیمه‌ییزې راډیو پر دفتر د راکټي برید پېښه.
  • او یوه هم د یوه حکومتي چارواکي د ساتونکو له‌خوا د یوه ټلوېزیوني شبکې د خبریال د وهل ډبولو پېښه ده.

نی وایي، له خبریالانو او رسنیو سره د زور زیاتي عاملین په دې ډول دي:

  • ۵۵ سلنه حکومتي چارواکي.
  • ۲۳ سلنه طالبان.
  • ۱۴سلنه ناپېژانده وسله‌وال.
  • او ۸ سلنه عام خلک.

د همدغه کال د اپرېل میاشتې په ۳۰مه نېټه د ازادي راډیو درې خبریالان سباوون کاکړ، عبادالله حنانزی او دغه‌شان فرشته محرم دُرانۍ چې نوې یې غوښتل په‌دغه راډيو کې دنده واخلي هم د کابل په شش درک سیمه کې په یوه چاودنه کې ووژل شول.

د ازادي راډيو دوه خبریالان او یوې همکارې د وژل کیدو په اړه د ازادي رادیو د ریس پیغام
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

د نی دفتر د معلوماتو له مخې تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې بیا د ټول هېواد په کچه له ژورنالېستانو او خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۱۶۶ پېښې ثبت شوې وې چې ډېری یې د وهلو ډبولو، اطلاعاتو ته د نه‌لاسرسي او ګواښونو پېښې وې.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سلاکار سید جعفر راستین چې دغه غونډه کې یې ګډون درلود وویل چې دوی د افغان خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره ځینې مقررۍ جوړې کړي چې وروستۍ شوې هم دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د خبریالانو د ژوند د خوندیتوب او له دوی نه د ملاتړ لپاره د تقنیني اسنادو تدوین، د خبریالانو د امنیت مقرره چې وړاندې دا د خبریالانو په ګډه کمېټه کې طرزالعمل و او مقررې ته‌یې ارتقاع وکړه همداراز د جګړې له کرښو د خبریالانو د امنیت لپاره مو مقررې برابرې کړي چې وروستۍ شوې هم دي، هیله‌مند یو چې دا د خبریالانو د ژوند لپاره ګټورې تمامې شي."

ښاغلي خلوتګر دا هم وویل چې حکومت او د خبریالانو د ملاتړ ټولنې او ادارې باید د ټول هېواد په کچه داسې پلانونه هم تنظیم کړي چې له مخې یې د خبریالانو ژوند خوندي او هم اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی زیات شي.

افغان خبریالانو له حکومته غوښتي چې د دوی د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG