د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

د خبریالانو د ملاتړ صندوق يوازې په نوم دی او که څه مرسته یې هم کړې؟


ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان
ارشیف، یو شمېر افغان خبریالان

یو شمېر افغان خبریالان وايي، د خبریالانو د ملاتړ صندوق يوازې په نوم دی او له چاسره مرسته نه‌کوي.

افغان خبریال جاوېد کارګر چې شاوخوا یو نیمه میاشت مخکې په کابل کې په یو برید که ټپي شو، د چهارشنبې په ورځ یې په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "شاوخوا ۲۱ ورځې زما د ټپې کېدو تېرې شوې هېڅ‌چا زما پوښتنه ونه‌کړه، تر دې چې پر دوی نیوکې زیاتې شوي او زه هم مجبوره شوم چې د خپل حق لپاره په فیسبوک کې پوسټ وکړم، هغه څه چې ماته معلوم شوه، د دې صندوق رئیس ویلي و چې جاوېد کارګر خبریال نه‌دی، په‌داسې حال کې چې زما له خبریالۍ ۱۳ کاله کېږي."

بل خبریال احمد شاه عظیمي بیا ازادي راډیو ته وویل چې له کاله زیات وخت کېږي چې د کابل په شش‌درک کې یوې انتحاري حملې ۹ خبریالان وژلي وو او دی په‌کې ټپي شو، خو د یاد صندوق له‌خوا ورسره هېڅ ډول مرسته ونه‌شوه او نه‌یې هم چا د حال پوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د دې صندوق پر چارو څارونکی او د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مشر فهیم دشتي ازادي راډیو سره په خبرو کې د یو شمېر کسانو له‌خوا د دغه صندوق د انحصار خبره کوي.

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مشر فهیم دشتي
د افغانستان د ژورنالېستانو د ملي ټولنې مشر فهیم دشتي

دی وايي: "د صندوق کارونه چې چا انحصار کړي په‌دې کې هېڅ شک نشته، موږ چې له تېر یو نیم کال راهیسې له دوی سره کار وکړ، بدبختانه له هماغه وخت راهیسې دوی یو ډول انحصار طلبه رویه درلوده او سم برخورد یې نه کاوه."

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ صندوق پنځه کاله مخکې د هغه خبریالانو سره د مرستې لپاره جوړ شو، کوم چې په بېلابېلو پېښو کې زیانمنېږي او مرستې ته اړتیا لري.

دغه صندوق تېرکال د دوهم ځل لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پرانېستل شو چې هغه مهال د ولسمشر له‌خوا ورسره د پنځه میلیونه افغانيو مرستې اعلان هم وشو.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې نی د معلوماتو له مخې تېر ۲۰۱۸ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک کال و چې شاوخوا ۲۰ رسنیز کارکوونکي په‌کې ووژل شول.

د دې ادارې له قوله ۲۰۱۹ میلادي کال هم د خبریالانو لپاره د اندیښنې وړ کال دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ صندوق د څارنې رئیس ممتاز حیدري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې پر یاد صندوق او غړو یې ټول وارد شوي تورونه بې بنسټه وبلل: "دغه ادعاوې چې د چا له‌خوا شوي هغوی هغه کسان دي چې د تېرو څو کلنو را په‌دېخوا په‌دې صندوق کې سوځېدلې مهرې وې، دغه سوځېدلو مهرو خپل ۱۵ کلن بکرونډ د رسینو کور ته ورکړی چې پرته له سهمیې اخېستو او له سفارتونو د خبریالانو په نوم له پیسو راوستلو څخه یې بل کار یې نه درلود."

د خبریالانو له‌خوا د خبریالانو د ملاتړ پر صندوق نیوکې او انتفادونو او د یاد صندوق د غړو له‌خوا د دغو انتقادونو او ادعاو رد د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه دې ته اړ کړه چې د موضوع د ارزولو لپاره یو ۱۱ کسیز پلاوی وټاکي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال سید آقا فاضل سانچارکي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال سید آقا فاضل سانچارکي

د دغه پلاوي مشر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي مرستیال سید آقا فاضل سانچارکي د چهارشنبې په ورځ په‌دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې تر دا مهاله د صندوق له چارواکو سره دوه مقدماتي ناستې شوي خو د موضوع د څېړلو لپاره نور وخت ته هم اړتیا ده.

د ښاغلي سانچارکي په خبره، ټاکل شوی پلاوی به په‌دې اړه ډېر ژر جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG