د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

افغانستان کې تېرو پنځو کلونو کې ۲۲۵ رسنۍ تړل شوي دي


په تړل شویو رسنیو کې ۷ ټلویزیونونه، ۱۵ راډیوګانې، ۲ خبري اژانسونه او له ۲۰۰ زیاتې چاپي رسنۍ دي.
په تړل شویو رسنیو کې ۷ ټلویزیونونه، ۱۵ راډیوګانې، ۲ خبري اژانسونه او له ۲۰۰ زیاتې چاپي رسنۍ دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې د اوو ټلویزیونونو او ۱۵ راډیوګانو په ګډون په دغه هېواد کې ۲۲۵ رسنۍ تړل شوي دي.

په افغانستان کې د رسنیو پر وړاندې د امنیتي ستونزو ترڅنګ مالي مشکلات یو بل ګواښ دی چې له کبله یې یو شمېر رسنۍ اوس فعالیت نه لري.

د تېرې یک‌شنبې په ورځ (عقرب/لړم ۱۲مه) د زابل په مرکز کلات ښار کې د "کلات غږ" راډیو خپلې خپرونې د مالي ستونزو له کبله بندې کړې.

د دې راډیو مدیر مسوول سمیع الله سعادت د مالیې لوړېدل، د جواز او فریکونسۍ د تمدید لوړه بیه او اقتصادي ستونزې د راډیو د بندېدو لاملونه یادوي.

خو کلات غږ راډیو یوازینۍ رسنۍ نه ده چې د مالي ستونزو له کبله تړل کېږي، بلکې د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) وايي، په تېرو پنځو کلونو کې ۲۲۵ رسنۍ تړل شوي دي.

د دې ادارې اجراییوی رئیس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، د رسنیو تړل کېدو لوی لامل مالي او امنیتي ستونزې دي. هغه وویل: "په تړل شویو رسنیو کې ۷ ټلویزیونونه، ۱۵ راډیوګانې، ۲ خبري اژانسونه او له ۲۰۰ زیاتې چاپي رسنۍ دي."

کابل، پروان، بدخشان، پکتیا، پکتیکا، نورستان، لوګر، کندز، زابل، بلخ، هرات او لوګر هغه ولایتونه دي چې په دې شمېر رسنیو په کې خپل فعالیت بند کړی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، داسې کومه تګ‌لاره نه لري چې له مالي اړخه د رسنیو د تړل کېدو مخه ونیسي.

د دې وزارت د نشراتو ريیس جعفر راستین ازادي راډیو ته وویل، دوی د خپلواکو رسنیو د تړل کېدو د مخنیوي لپاره نه یوازې دا چې د پیسو د وېش حق نه لري، بلکې د دې برخې لپاره بودجه هم نه لري.

هغه وویل: "په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت تګ‌لاره په دې ډول ده چې هره رسنۍ وکولای شي له سرچینو ګټه واخلي او خپل فعالیت ته دوام ورکړي، که نه مجبور دي چې فعالیت بند کړي. موږ د دولت په چوکاټ کې په دې برخه کې د لاس‌وهنې حق نه لرو او نه هم په کې لاس‌‌وهنه کولای شو."

د طالبانو د رژیم له نسکورېدو وروسته، د بیان ازادي او تر خوا یې د رسنیو رشد یو له اساسي پرمختګونو ګڼل کېږي.

د حکومت د رسمي شمېرو له مخې چې په ۲۰۱۸ کال کې خپرې شوې، په ټول افغانستان کې د رسنیو شمېر۲۴۵۵ ته رسېږي، خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايی چې په روان کال کې دوی ۳۵ نویو رسنیو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او ۱۵ پخوانۍ هغه تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG