د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

"د فاسدو رژیمونو او تروریستي سازمانونو رسوا کولو ژورنالیستان خطر سره مخ کړي"


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له ډسمبر میاشتې راهیسې ۲۵۰ ژورنالیستان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې زنداني دي. 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له ډسمبر میاشتې راهیسې ۲۵۰ ژورنالیستان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې زنداني دي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په ټوله نړۍ کې ژورنالیستان د داسې راپورونو د جوړولو له امله د مرګ، شکنجې او زنداني کېدو له خطر سره مخامخ دي چې د فاسدو رژیمونو له تېریو پرده پورته کوي او تروریستي سازمانونه رسوا کوي.

د نومبر دویمه هرکال په نړۍ کې د دې لپاره نمانځل کېږي چې د ژورنالیستانو پر ضد پر جنایاتو خاموشي ماته او د هغو ډلو، سازمانونو، حکومتونو او وګړو په وړاندې معافیت ختم شي چې د ژورنالیستانو پرضد جنایت کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتیګس پرون په یوه ویډیويي پیغام کې چې پر ټوېټر خپور شو ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له ډسمبر میاشتې راهیسې ۲۵۰ ژورنالیستان د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې زنداني دي.

اغلې اورټيګس ویلي چې ترکیه، مصر او چین په دې برخه کې تر ټولو ستر تیري کونکي دي.

هغې وویل چې په سعودي عربستان، ویتنام، اریتره، اذربایجان او نیکاراګوا کې هم بلاګران او د رسنیو کارکونکي زندانونو ته اچول شوي دي.

مورګن اورټیګس ویلي، د نومبر په دویمه "موږ هغه خبریالان یادوو چې د کار په وخت کې وژل شوي دي. موږ غږ کوو چې د ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکونکو وېرول، هغوي ته ګواښونه او د هغوي پرضد تشدد پای ته ورسېږي."

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، د امریکا حکومت د رسنیو ازادۍ ته پر خپل تعهد کلک ولاړ دی.

د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې ویلي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۶ ژورنالیستان او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۹ ژورنالیستان وژل شوي دي.

د ازادې اروپا او ازادي راډیو په بیان کې چې پرون خپور شوی، ویل شوي چې د دې ادارې خبریالان له ټولو ګواښونو سره، په هغو هېوادونو کې چې ازادې رسنۍ له خطر سره مخامخ دي، خپل کار ته دوام ورکوي.

په کابل کې د امریکا سفارت پرون په دې اړه د "په افغانستان کې رسنۍ ازادي نه لري" په نوم یو ویډیويي پیغام خپور کړی دی.

د امریکا سفارت له دې ویډیو سره په ګډ ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې ډېر ژورنالیستان غلي شول او د ژورنالیستانو پر ضد پر ډېرو جنایتونو خولې پټې شوې.

په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې افغانستان د ژورنالیستانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دی.

XS
SM
MD
LG