د مې درېیمه د مطبوعاتو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.
نن په ټول افغانستان کې د مطبوعاتو دولتي او غیر دولتي ادارې، د مطبوعاتو نړیواله ورځ لمانځي.
دغه ورځ په افغانستان کې پهداسې شرایطو کې لمانځل کېږي چې له تېر یوه کال راهیسې ګڼو رسنیو د امنیتي، اقتصادي، د حکومت د نهپاملرنې، د مخالفینو د ګواښونو او داسې نورو ستونزو له امله، خپل فعالیتونه درولي دي.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې مسؤلین وايي، له تړل شویو رسنیو سره د د دوی د بیا فعالېدو په هدف، نه دولت او نه هم نورو مرستندویو موسسو مرسته کړې ده.
د دغې کمېټې یوې مسؤلې وحیده فیضي ازادي رادیو ته وویل:
"په ۲۰۱۸ میلادي کال کې مو چې څېړنې ترسره کړي، په مجموع کې ۳۴ رسنیو د مختلفو دلایلو له امله فعالیتونه درولي چې پنځهیې په مرکزي زون، څلور یې په لویدیځ او نور یې په شمال او کابل کې وې. په دوی کې ۴ ټلوېزیونونه، ۱۰ راډیوګانې، ۱۸ چاپي او ۲ انلاین رسنۍ شاملې دي."
د ځینو تړل شویو رسنیو مسؤلین تأییدوي چې اقتصادي ستونزې او د حکومت نه پاملرنه عمده لاملونه دي چې یوه رسنۍ له فعالیته ګوښه کېږي.
له دغو تړل شویو رسنیو نه یوه د ارادې ورځپاڼه وه چې د ۲۰۰۱ میلادي کال نه یې تر ۲۰۱۳ میلادي پورې فعالیت وکړ.
د دغې ورځپاڼې مشر حاجي سید داوود و، ده ازادي رادیو ته وویل:
"عمده مسئله دا چې حکومت د خبریالانو په هڅولو کې پاتې راغی، زموږ د ورځپاڼې او مطبعې لپاره یې برښنا نه راکوله، یو ډیجیتل ټیلیفون یې هم نهدی راکړی. ویلی شم چې حکومت هغه مسؤلیت چې په قانون کې رسنیو سره د مرستو په خاطر تسجیل شوی، حکومت ترسره نهکړ."
د خصوصي رسنیو د ځینو مسؤلینو په خبره، د رسنیو پر وړاندې د ګڼو ستونزو ترڅنګ سانسور بله ستونزه ده چې د ځینو دولتي مسؤلینو، زورواکو او مخالفینو لهخوا په غیر مستقیم ډول پر رسنیو تحمیلیږي.
د شمشاد ټلوېزیون د خبر د څانګې مسؤل عابد احساس پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"که دولتي ارګانونه په ښکاره ونه وايي چې دغه خبر مه خپروئ یا پردې موضوع راپور مه جوړوئ، خو بله ورځ له رسنیو سره د هغوی چلند معلومېږي او رسنیو ته معلومات نه ورکوي. همدارنګه پر ژورنالېستانو د مخالفینو فشارونه هم شته. ډېر خبریالان داسې ووژل شول چې مسؤل یې معلوم نهدی. امنتیي مسؤلینو کې او په تېره په لېرې سیمو دا ستونزه ډېره ده."
افغان چارواکي له دوه زره لومړي کال وروسته د رسنیو فعالیتونه لویه لاسته راوړنه ګڼي وايي، د رسنیو د فعالیتونو لا پراختیا او د خبریالانو خوندیتوب او دوی ته د کاري زمینې برابرول د دوی په لومړیتوبونو کې دي، خو په رسنیزو چارو کې بوخت بنسټونه وايي، دوه زره اتلسم میلادي کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړۍ کال و.
د دغو بنسټونو د معلوماتو له مخې پهدغه کال کې د ازادي راډیو د درې خبریالانو په ګډون، شل افغان خبریالان په چاودنو او ځان وژونکو بریدونو کې ووژل شول.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، ژمن دی چې په هېواد کې رسنیز فعالیتونه ډېر، خبریالانو ته کاري زمینې برابرې او خوندیتوب یې ډاډمن شي.
د دغه وزارت ویاند محمد صابر مهمند پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په ۱۳۹۷ کال کې د ګوتو په شمير رسنۍ تړل شوي، خو د دې ترڅنګ ۱۱۲رسنیو د فعالیت نوي جوازونه اخېستي. په تېر کال کې د جمهور رئیس لهخوا د خبریالانو ملاتړ صندق افتتاح او شخصي مرسته یې ورسره وکړه. له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ټولې دوسېې په لويې څارنوالۍ کې څېړل شوي دي."
سربېره پر دې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون چې په ۱۳۹۷کال کې جوړ شو وايي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذ دی، ډېری مقررې یې جوړې شوي او له پلي کېدو سره بهیې تر یوه حده رسنیزې ستونزې کمې شي.
د دغه کمېسیون کمېشنر فضل باري بریالي ازادي راډیو ته وویل، دغه کمېسیون دا صلاحیت هم لري چې که د وزیر په کچه کوم چارواکی، د رسنیزو فعالیتونو خنډ وګرځي او پرې ثابته شي، وبه پوښتل شي.
د رسنیزو بسټونو د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې:
- ۷۴ ټلوېزیونونه.
- ۵۳ راډیو ټلوېزیونونه.
- ۱۸۷راډیوګانې.
- او ۱۱۰ چاپي رسنۍ فعالیت لري.
راپور: خان محمد سیند