د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

د افغانستان جنوب ختیځ کې د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالي او ګواښونو اندېښنې ډېرې کړي


د افغانستان په جنوب ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، په روان میلادي کال کې په خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو ۳۰ قضیې ثبتې شوي.
د افغانستان په جنوب ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، په روان میلادي کال کې په خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو ۳۰ قضیې ثبتې شوي.

د افغانستان په جنوب ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي، د هېواد د نورو زونونو په پرتله په دې زون کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو تر ټولو زیاتې قضیې ثبت شوي.

ددغې کمېټې د شمېرو له مخې، په روان میلادي کال کې په خوست، لوګر، پکتیا او پکتیکا کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو ۳۰ قضیې ثبتې شوي.

د یادې کمیټې مشر سیف الله حیات ازادي راډیو ته وویل، په دې کې دوه پېښې د خبریالانو د وژنې دي.

ښاغلي حیات وویل، که څه هم د خبریالانو د امنیت په اړه اندېښنې یې له حکومت سره شریکې کړي، خو په دې برخه کې کوم ځانګړی اقدام نه دی شوی.

په پکتیا کې سیمه ییز خبریال حبیب الله سراب وایي، د شته امنیتي ګواښونو له امله خبریالان نه شي کولی لرې پرتو ولسوالیو ته لاړ شي او هلته د وضعیت په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

ښاغلي سراب وویل، "ولسونه غوښتنه کوي چې ژورنالیستان باید د دوی سیمو ته ورشي او غږ پورته کړي، خو که موږ د زرمت او ګردېز لارې ته وګورو، هلته ډېرې امنیتي ستونزې دي؛ نو ژورنالېستان زړه نه ښه کوي چې په ډاډه زړه ورشي."

بل خوا د پکتیا د اطلاعاتو فرهنګ رئیس صلاح الدین سلیس وایي، د خبریالانو د خوندیتوب مساله یې له امنیتي ادارو سره شریکه کړې او هغوی هم په دې برخه کې د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

ښاغلي سلیس وویل: "هرکله چې کوم خبرنګار ته ستونزه پېښه شوې او یا کومې راډیو ته تهدید شوی، مختلف تهدیدونه چې پخوا وو، امنیتي مسئولین او ذیربطه ادارو په غونډه کې اشتراک کړی او دوی ژورنالیستانو ته ډاډ ورکړی او د هغوی ستونزه یې له نږدې اوریدلې."

د روان میلادي کال کې په خوست او پکتیا کې دوه خبریالان سلطان محمود خیرخواه او نادرشاه صاحبزاده چې یوه سیمه ییز ټلویزیون او یوې سیمه ییزې راډیو ته یې کار کاوه، ووژل شول. دغو پېښو او د پکتیکا په زرمت ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د پنځو خبریالانو تښتولو رسنیز کارکوونکي لا پسې اندېښمن کړل.

خبریالانو د افغانستان د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې دوی ته د بې طرفه کسانو په سترګه وګوري او د فعالیت پروړاندې یې خنډ او دوی ته ګواښ پېښ نه کړي.

XS
SM
MD
LG