د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

بې‌پولې خبریالانو سازمان: دا د دولت دنده ده چې خبریالان اطلاعات ترلاسه کړي


نړیوالې ورځپانه
نړیوالې ورځپانه
  • بې‌پولې خبریالانو سازمان خپرونه

د بې‌پولې خبریالانو سازمان خپرونې په افغانستان کې د رسنیو د اعتراض مسئله په یوه مطلب کې را اخیستې ده.

په دې لیکنه کې د دې اعتراض ملاتړ شوی چې د معلوماتو د ترلاسه کولو د قانون پر بشپړ تطبیق ټینګار شوی دی.

په لسګونه رسنیو په یوه لیک کې د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې سخته اندېښنه ښودلې ده.

په دې لیک کې راغلي چې د دولت بې‌تفاوتي او غولوونکی چلند عادي شوی دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د افغانستان برخې مسؤل رضا معیني وایي، د هېواد اوسني وضعیت ته که پام وکړو د حکومت ناکامي د معلوماتو د ورکولو د قانون د پلي کېدو په برخه کې د منلو نه‌ده.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپرونه کې د ښاغلي معیني په وینا وړاندې راغلي دي چې دا د دولت دنده ده چې بې‌شمېره خبریالان اطلاعات ترلاسه کړي.

د عامه او ستراتېژیکو چارو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني سلاکار وحید عمر وایي، د اطلاعاتو د ورکولو په برخه کې د حکومت د مشرتابه له لوري هېڅ ډول محدودیت نه‌شته.

د ښاغلي عمر په وینا که چېرته په کوم ځای کې ستونزه وي، هغه به تخنیکي وي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز د افغانستان د سولې د هلو ځلو په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو څرګندونو ته اشاره کوي چې د دوشنبې په ورځ‌یې په ازبکستان کې وویل، د ولسمشر ټرمپ ادارې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پرمختګ کړی دی، خو ده د سولې د تړون په اړه وویل چې هغه وخت ممکن دی چې طالبان د شخړو د کمېدو په ارتباط لومړی خپله اراده او ظرفیت ثابت کړي.

نیویارک ټایمز لیکي له دې خبرو ښکاري چې په افغانستان کې د شخړو د کمېدو په برخه کې امریکایي چارواکي له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې په سپټمبر کې ودرولې او اوس بیا دا خبرې د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ امریکایي پلاوي له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل کړې دي.

ورځپاڼه د ارګ د اعلامیې په استناد لیکي چې خلیل‌زاد د شنبې په ورځ له ولسمشر غني سره په کابل کې تر لیدو وروسته وویل چې د سولې په خبرو کې پرمختګ نه‌دی شوی.

نیویارک ټایمز بیا د مایک پامپیو په وینا لیکي چې په ازبکستان کې یې وویل، یو وخت له طالبانو سره سولې ته نږدې شوي وو، خو طالبان ونه‌توانېدل چې خپله اراده او واک ثابت کړي.

پامپیو زیاتوي چې اوس هم امریکا له طالبانو غواړي چې خپله اراده ثابته کړي چې دوی به شخړې کموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا وویل په دوهم ګام کې به بیا افغان حکومت او طالبان په خپلو کې د واک د وېش پر سر او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.

د طالبانو د وخت چارواکي، سید اکبر اغا چې اوس د خلاصون په نوم د شورا مشر دی ازادي راډیو ته وویل چې امریکایان ټینګار کوي چې د شخړو د کمېدو موده باید لنډمهاله نه‌وي.

XS
SM
MD
LG