د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

'افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ۲‍۱ سلنه تاوتریخوالی زیات شوی'


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د تېر کال په پرتله په روان لمریز کال کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ۲۱ سلنه زیات شوی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په روان لمریز کال که د خبریالونو د وژنو په پېښو کې کموال راغلی، خو د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي.

د دغه مرکز مشر احمد قرشي د سې شنبې په ورځ د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت په خپلي کلني راپور کې وویل، په دغه کال کې پنځه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په تروریستي او جنايي پېښو کې وژل دي.

هغه زیاته کړه: "ّپه تېر کال کې پنځه تنو تنه د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې درې یې خبریالان، یو تخنیکي کارکونکی، او یو هم امنیتي ساتونکی وژل و، او ۲۲ نور ټپان شوي دي."

د نوموړي په وینا په همدې کال کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښ ۲۸، د سپکاوي ۳۲، د تښتونې ۱۱، د بندي کولو ۸،، د وهل ټکولو ۶ او د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د وسله وال اقدام ۴ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه مرکز چارواکي وايي، د خبریالانو د ګواښوونې له ۲۸ قضیو څخه په ۸ کې دولتي، چارواکي، په ۶ کې نامعلومه کسان، ۵ پېښو کې وسله وال طالبان، ۵ پېښو کې زورواکي، او په ۴ کې پولیس په لاس لرلو تورن شوي دي.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش په همدې غونډه کې وویل، د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه جوړه شوې او په نږدې وخت کې به غونډه ولري، چې یاد شوي ټول موارد به په کې وڅېړل شي.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش
د جمهوري ریاست دویم مرستیال سرور دانش

د افغانستان د خبریالانو مرکز په دغه غونډه کې د روان لمریز کال ۱۱ غوره خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل.

په دغو خبریالانو کې په هرات کې د ازادي راډیو خبریال شاهپور صابر او دغه شان په غور کې د دغه راډیو خبریال منصور خسرو هم شامل دي.

د ازادي راډیو د خبریال شاهپور صابر ستاینلیک
د ازادي راډیو د خبریال شاهپور صابر ستاینلیک

په هرات کې د ازادي راډیو راډیو خبریال شاهپور صابر وايي: "دا یوازې زما بریا نه ده بلکې په پراګ او کابل کې زمونږ د همکارانو بریا ده ځکه مونږ ګروپي کار کوو، خو داشان هڅونې ما دې ته تشویقوي چې د هېواد له لرو سیمو څخه د هغو خلکو غږ خلکو ته ورسوم چې په خپل ژوند کې ګڼو ستونزو سره مخ دي."

د افغانستان په ختیځ کې د امریکا غږ اشنا خبریال ذبیح الله غازي چې نوموړی هم ستاینلیک ترلاسه کړی ازادي راډيو ته وویل، دا هڅونې دوی لا کار تشویقوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې دغه خبریالان یې له ۷۰ رسنیو انتخاب کړي، چې له تېرو ۷ کلونو راهیسې دغه لړۍ روانه ده او د روان کال غور خبریال د اطلاعات روز ورځپاڼې خبریال لیاقت لایق پېژندل شوی.

افغان ولسشمر محمد اشرف غني هم د خبریال د ملي ورځې په مناسبت په پیغام کې له حکومتي چارواکي غوښتي، چې د خبریالانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی او غیر قانوني محدودیت د منلو وړ نه دی.

XS
SM
MD
LG