افغانستان
د ارزګان ځینې خبریالان: حکومتي ادارې پر خپل وخت معلومات نه ورکوي
ارزګان کې میشت د سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو ځینې خبریالان ادعا کوي، چې سیمه ییزې په ځانګړي ډول امنیتي ادارې په خپل وخت ورسره معلومات نه شریکوي.
دوی زیاتوي ډېر ځله چې یو پېښه کېږي د چارواکو د معلوماتو د نه ورکولو له امله اړ دي چې له یو شمېر غیر مسوولو سرچینو معلومات واخلي چې ډېر کره نه وي او وروسته بیا ستونزې ورته جوړوي.
خبریال احسان الله ولسمل ازادي راډيو ته وویل کله چې د چارواکو د سترګو پر وړاندې هم کوم پېښه رامنځته کېږي په یوه او بله بهانه ځان پټوي او نه غواړي له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
له دې سره د خبریالانو د خونديتوب د کمېټې مسؤلین هم د ارزګان میشتو خبریالانو دا ادعاوې تائيدوي.
په ارزګان کې د افغان خبریالانو د خونديتوب د کمیټې مسؤل نجیب الله لطیف ازادي راډيو ته وویل، دې چارې خلک پر رسنیو او حکومت بي باوره کړي هم دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت او څلورمې لوا له مسؤلینو سره خبرې وکړو خو یو شمېر مو اړیکه ځواب نه کړه او ځینو بیا له خبرو کولو ډډه وکړه.
د ارزګان ولایت مقام مسؤلین هم دا ستونزه مني خو وايي، اوس د ولایتي ادارې اړیکې له رسنیو سره ښې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سرچینې وايي دطالبانو یوه هیلي کوپټر په نسی ولسوالۍ نسکوره شوې
سرچینو د ازادي راډیو تاجکستاني څانګې ته ویلي چې دطالبانو یو هیلي کوپټر په نسی سرحدي ولسوالۍ کې نسکوره شوې.
سرچینې زیاتوي چې دغه الوتکه د طالبانو د یو ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح د پلویانو د ډزو له امله نسکوره شوې ده.
افغانستان کې ځینو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې پیښه کې د هیلي کوپټر اوه کسه سپرلی وژل شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې الوتکه د ټپیانو دانتقال په حال کې وه او په یوه کور راپریوتې چې پیښه کې سربیره په سپرلیو یو ماشوم هم وژل شوی او څلور کسه نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د جمعه خان فاتح او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې درې ورځې مخکې پیل شوي دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ له ایرلنډ سره وروستۍ لوبه لري
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شنبې په ورځ د (اګست۱۵مه) له ایرلنډ سره لوبه لري.
لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښین په ۳ بجو او ۱۵ دقیقو پیلږي.
دا لوبه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو پنځوس اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالۍ ده.
لوبه د ایرلنډ په سټورمونټ لوبغالي کې ترسره کیږي.
د روانې لوبلړۍ لومړی لوبه د باران له کبله لغوه شوه خو پاتې درې نورې لوبې افغانستان په لوی توپیر وګټلې.
تمه ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو کوربتوب وکړي.
یوناما: طالبان دې د افغانستان د پرمختګ لپاره پر ښځو او نجونو لګیدلي بندیزونه لیرې کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدوی ماموریت یوناما وايي، پر افغانو ښځو او نجونو د لګیدلو بندیزونو لیرې کیدل د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهم اقدام دی.
یوناما نن پنجشنبه د (اګست۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،" پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونو په نړیواله کچه د افغانستان د پرمختګ او له نورو هېوادونو سره د تعامل مخه نیولې او د هېواد دننه يې د ترهګرۍ د پراخیدو په اړه اندېښنې راپورته کړي دي".
یوناما له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.
د یوناما په بیان راغلي، په وروستیو کلونو کې د امنیت له ښه کیدو سره د بیارغونې او اقتصادي همکاریو زمینه برابره شوې ده.
خو په افغانستان کې د یوناما سرپرسته مرسیتاله جورجیت ګانیون وايي،" سوله یوازې د جګړې د نشتون په مانا نه ده، د افغانستان راتلونکې د داسې ټولنې له رامنځته کیدو سره تړلې ده چې په کې د ټولو افغانانو ظرفیتونه او حقونه خوندي او ادارې ځواب ویونکې او مسولیت منونکې وي".
هغې تاکید وکړ چې پر ښځو او نجونو د بندیزونو دوام به د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او په اوږد مهال کې به د افغانانو لپاره نه جبرانیدونکې پایلې ولري.
د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د دې اعلامیې ته غبرګون ښودلی نه دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په هر لسو افغان ماشومانو کې یو تنه يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی
د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) وايي،"په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره په هرو لسو ماشومانو کې یو يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دی".
دغه سازمان نن پنجشنبه پر خپلې ویب پاڼې په یو راپور کې ویلي،" په تیرو څلورو کلونو کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې ۱۴سلنه خوارځواکي زیاته شوې ده".
د دې سازمان په ټکو،" ۳.۷میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي".
دغه سازمان د مرستو کمیدل، د روغتیايي کلینیکونو تړل کیدل، لوږه او بې وزلي، د کډوالو راستنیدل او وچکالي په ماشومانو کې د خوارځواکي لوی لاملونه یاد کړې دي.
له دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني کچې ته رسیدلې ده.
دې سازمان ویلي و،" روغتیایي کارکوونکي له هرو اوو ماشومانو او میندو چې مرستو ته اړتیا لري یوازې یوه کس ته مرستې رسولای شي".
د ملګروملتونو د ښځو څانګه: له هرو لسو افغانو ښځو ۷ تنه يې په رواني ناروغیو اخته دي
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي،"د طالبانو بندیزونو افغاني ښځې او نجونې په رواني ناروغیو اخته کړي".
دغې څانګې پرون چهارشنبې د طالبانو د پنځه کلنۍ په مناسبت په یو راپور کې ویلي،" له هرو لسو ښځو ۷ تنه يې په رواني ناروغیو اخته دي".
په راپور کې وړاندې راغلي،" زده کړو، کار، روغتیايي خدمتونو، په کورنیو کې تاوتریخوالی، له ټولنې لیرې کیدل او نورو اسانتیاو ته نه لاسرسی د ښځو او نجونو د رواني نارغیو لوی لاملونه دي".
د راپور په ټکو،" په افغانستان کې نژدې یولس میلیونه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړمنې دي".
په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له بیا ستنیدو وروسته نجونې او ښځې له زده کړو او کاره راګرځول شوي دي.
طالبانو په تیرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو د ژوند پر ډیرو برخو بندیزونه ولګول.
حامد کرزی: خوشحاله یم چې په افغانستان کې پاتې شوی یم
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوې ایټالوۍ ورځپاڼې سره مرکه کې ویلي چې په دې خوشحاله دی چې په افغانستان کې پاتې شوی څو د وضعیت د بهتروالي لپاره کار وکړي.
هغه ویلي چې اوس د پښېمانۍ او پخلاینې وخت دی او هڅه کوي چې مسایلو ته د جمهوریت یا امارت له زاویې ونهګوري.
هغه وړاندې ویلي چې غواړي چې د ګډ ژوند لپاره زمینه برابره شي څو د هېواد د خیر ښېګڼې لپاره کار وشي.
ښاغلی کرزی په دې مرکه کې د ولسواکۍ او په ښځو باندې د محدودیتونو په ارتباط د یوې پوښتنې په ځواب کې وايی: "زدهکړې یوه سیاسي موضوع نهده. که انتخابات وي او که نهوي، ښوونځي باید پرانیستي وي."
حامد کرزی زیاتوي چې په افغانستان کې ټول خلک د ښځو او نجونو د تعلیم مخالف نهدي او په تعلیم او ادبیاتو کې د رابعه بلخي، ګوهرشاد بېګم، نازو انا او عایشه دراني په تاریخي ونډو استدلال کوي.
کوریر دوله سیرا ورځپاڼه وايي چې حامد کرزی د طالبانو تر واک لاندې کابل کې عملاً نظربند اوسي او له میلان څخهیې دغه انلاین مرکه ورسره له ۶ میاشتې انتظار وروسته ترسره کړې ده.
په تالهوبرفک کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان وژل شوي
بغلان کې د طالبانو پولیس وايي، تالهوبرفک ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو د کارولو پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسلهواله نښته کې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د بغلان امنیه قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، پر خپله اېکسپاڼه ویلي چې دا پېښه د تالهوبرفک په دیوالک سیمه کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې د نښتې د رامنځته کېدو د وخت په اړه جزئیات نهدي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اوږدې وچکالۍ له اغېزو سخت زیانمن شوي دي.
افغانستان د هند پر وړاندې د شلاوریزو لوبو کوربهتوب کوي
افغانستان به د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د درې شلاوریزو (ټي۲۰) سیالیو کوربه وي، خو دغه لوبې به د هند په ډهلي ښار کې د ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې خپلې ډېری کورنۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله لا هم په افغانستان کې نړیوالې کرکټ لوبې نهدي پیل شوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف هند د دغو سیالیو لپاره مناسب ځای بللی دی.
د هند د کرکټ بورډ مشر هم د افغانستان د کرکټ د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
هند او افغانستان وروستی ځل د جون په میاشت کې مخامخ شوي وو.
هند په ټېسټ لوبه کې او وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې بریا خپله کړه، په ټېسټ کې یې د ۳۰۰ منډو په توپیر او په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې یې ۳-۰ بریا ترلاسه کړه.
افغان کرکټ ملي ټیم د ایرلنډ په وړاندې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه وګټله
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د چهارشنبې په ورځ د ایرلنډ په وړاندې خپله څلورمه یو ورځنۍ لوبه هم د ۴۲ رنزو په تفاوت وګټله.
پیل کې د افغانستان ټیم بېټنګ وکړ او ایرلنډ تهیې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۴ منډې هدف وټاکه.
د ایرلنډ ټیم په ۴۸ اورونو کې ۳۰۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
صدیقالله اتل د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دوه مخکېنۍ لوبې افغانستان ګټلي او یوه د باران له کبله بېنتیجې پای ته رسېدلې.
د کرېک اېنفو وېبپاڼې د راپور له مخې افغانستان د دوو لوبو په ګټلو سره د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام کې د ګډون لپاره اتو غوره لوبډلو ته ورګډ شو چې مستقیماً په دې جام کې ګډون کوي.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۵ لوبو دغه لوبلړۍ د اګسټ تر ۱۴مې دوام کوي.
افغان سیاستوال او پخوانی دیپلومات عبدالغفار فراهی وفات شو
د افغان سیاستوال، پخواني دیپلومات او لیکوال عبدالغفار فراهی د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته تایید کړه چې نوموړی د ۹۱ کلونوً په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله د امریکا په ویرجینیا کې وفات شوی دی او جنازه یې د پنجشنبې په ورځ خاورو ته سپارل کېږي.
عبدالغفار فراهي چې له شاهي دورې راهیسې د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې په بېلابېلو دندو کار کړی، په خپل وروستي دیپلوماتیک ماموریت کې په واشنګتن کې د افغانستان د سفارت شارژ دافیر پاته شوی او په وروستیو کلونو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر هم و .
ښاغلی فراهي د ملي شورا د ولسي جرګې غړی هم پاته شوی او د «افغانستان د ډیموکراسۍ او جمهوریت کلونو کې» تر عنوان لاندې کتاب او نور قلمي اثار یې چاپ شوي دي.