د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

د خوندیتوب کمېټه: افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی۵۰ سلنه کم شوی


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې چارواکي په خپل یو تازه راپور کې وايي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی په ګراف کې د تېر کال په پرتله ۵۰ فیصده کموالی راغلی.

د دې کمېټې مشر نجیب شریفي په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې اوس هم د خبریالانو پرمخ جدي ستونزې پرتې دي: "په‌دې شپږو میاشتو کې له بده‌مرغه حکومتي چارواکو هغه هم په لوړه کچه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کړی چې دا خپله د اندېښنې وړ خبره ده، حکومت خپله قانون، اصولاً او اخلاقأ مسؤل دی چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ونه‌کړي او امنیت یې وساتي."

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریف
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر نجیب شریف

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳ د قتل، ۶ د ټپې کېدو او ۱۹ د تاوتریخوالي قضیې د خبریالانو پر وړاندې ثبت شوي دي.

د دې راپور په بله برخه کې ویل شوي چې په تېرو ۶ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې ۲۰ پېښې د حکومت له‌خوا، ۸ د داعش او طالبانو له‌خوا ۶ د زورواکو له‌خوا او ۳ د رسنیو د مسؤلینو له‌خوا او ۸ هم د نامعلومه کړیو له‌خوا ترسره شوي دي.

یو شمېر افغان خبریالان هم د خپل ځان د خوندیتوب په برخه کې جدي اندیښنې لري.

خبریالې زهره ستودې ازادي راډيو ته وویل:"هغه څه چې لا تراوسه هم د خبریالانو پر وړاندې جدي اندیښنه ده، د خبریالانو د کار او ځان خوندیتوب دی چې نشته، بله مهمه خبره د حکومت له لوري خبریالانو ته د اطلاعاتو ته نه لاس‌رسی دی."

  • خو دې ټولو اندیښنو ته د حکومت ځواب څه دی؟

د حکومت د رسنیو مرکز اجرائيوی مشر فېروز بشري ازادي راډیو ته وویل: "حکومت په‌دې باور دی چې د ټول خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې لازم تدابیر ونیسي او اسانتیاوې ورته رامنځته کړي، څو خبریالان وکولای شي له حکومته په سمه توګه اطلاعات تر لاسه کړي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د همدې راپور له مخې د تېرکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۱ خبریالان وژل شوي او ۱۱ نور هم ټپیان شوي دي چې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې «نی» هم په خپل کلني راپور کې ۲۰۱۸ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره خطرناکه کال بللی وه.

XS
SM
MD
LG