د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

افغانستان کې ۴۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي


په کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار
په کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار

په افغانستان کې د رسنيو شااوخوا ۴۰ خبريالان او کارکوونکي په کرونا ويروس اخته شوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو څخه ملاتړ اداره 'نی' وايي، په کابل کې يوازې د درې رسنيو يو شمېر کارکوونکي په اخته کسانو کې شامل دي.

د یاد بنسټ مشر مجيب خلوتګر وايي، اخته شوي خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د کابل، کاپيسا او هرات ولايتونو دي.

ښاغلی خلوتګر زیاتوي: "په اخته شويو کسانو کې د يو شمېر روغتيايي حالت ښه دی، خو د يو شمېر نورو بيا حالت ښه نه‌دی، په دې ويروس د رسنيو اخته کسان د درې ولايتونو مربوط دي."

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

که څه هم د يو شمېر دغو رسنيو نومونه نه‌دي اخيستل شوي، خو په کابل کې د موبي رسنيز ګروپ اعلان کړی چې د دوی ۱۵ کارکوونکي په کرونا ويروس اخته شوي.

د موبي ګروپ یو تن مسؤل مسعود سنجر د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۱» ازادي راډيو ته وويل چې د دې رسنۍ د اخته کسانو روغتيايي حالت ښه دی.

د هغه په خبره دغه ۱۵ اخته کسان اوس په خپلو کورونو کې قرنطين دي او هغه کسان چې مشکوک دي له هغوی به هم ټسټ واخيستل شي.

د ښاغلي سنجر په خبره د اخته کسانو د کورنیو غړي به هم ټسټ شي.

موبي ګروپ چې طلوع، طلوع‌نيوز، لمر ټلوېزيونونه همداراز ارمان او اراکوزيا راډيوګانې په‌کې شاملې دي د دوبلې، تبليغات او د موسیقۍ په برخه کې هم ځينې توليدي برخې لري چې د دې رسنيز ګروپ په چوکاټ کې فعاليت کوي.

د ښاغلي سنجر په خبره، دوی د دې ويروس لپاره له وړاندې وقايوي تدابير نيولي او دغه رسنيز ګروپ به خپل فعاليت ته په عادي ډول دوام ورکوي.

له بلې‌خوا تر اوسه په دې ويروس د اخته شويو خبريالانو کره شمېر نه‌دی په ډاګه شوی او د عامې روغتیا وزارت هم په دې برخه کې څه نه‌وايي، خو دومره زياتوي چې په خبريالانو کې د دې ويروس خپرېدا روانه ده.

په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ويروس ۲۳۲ کسه تازه اخته شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۱۷۱ ته ورسېد.

وحید مجروح
وحید مجروح

د افغانستان عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو برخې مرستيال وحيد مجروح د پنجشنبې په ورځ د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښو شمېر په ډېرېدو دی.

نوموړي د کرونا سره د مبارزې په برخه کې د جدي تدابيرو خبره هم وکړه.

هغه په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ۱۰۸۰ بسترونو د برابرېدو خبره هم وکړه.

ښاغلي مجروح وويل دغه ۱۰۸۰ بسترونه به د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره ځانګړي وي چې د کابل په شمول په ولاياتو کې به هم جوړ شي.

ښاغلي مجروح وايي، هڅه روانه ده چې د تشخیص برخه کې تر ۱۰ زرو پورې ظرفيت پورته لاړ شي.

د عامې روغتيا وزارت د دغه چارواکي په خبره خلک په اوسنيو حساسو شرايطو کې دوه انتخابه لري: "په کور پاتې کېدل او يا دا چې روغتون ته تګ او له هغه ځايه بيا هدیرې ته تګ هغه څه دي چې خلک بايد انتخاب وکړي. په دې کې هم شک مه‌ګڼۍ چې حکومت او عامې روغتيا وزارت د دې ويروس د مخنيوي لپاره څپلې هڅې کوي."

د افغانستان عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په اخته شويو شاوخوا ۲۲۰۰ کسانو کې شااوخوا ۶۰ کسه مړه شوي او ۲۵۰ نورو بېرته خپله روغتيا ترلاسه کړې.

XS
SM
MD
LG