د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

تر اوسه افغانستان کې په کرونا ویروس ۱۸۲۸ کسان اخته شوي


وحیدالله مایار
وحیدالله مایار

په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۲۸ ته لوړ شو.

دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله ما نن په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.

د دې وزارت ویاند وحید مایار زیاته کړه: "په تیرو څلرویشتو ساعتو کې مو په افغانستان کې ۱۲۵د کورونا ویروس نوې پېښې ثبت کړي چې په هرات ولایت کې ۲۱، په کابل ولایت کې ۱۵، په کندهار ولایت کې ۱۵، په بلخ ولایت کې ۱۰، په لوګر ولایت کې ۹، په جوزجان ولایت کې ۸ او په پنجشېر، لغمان او پکتیا ولایتونو- په هر یوه کې ۷، په غزني او تخار ولایتونو هر یوه کې ۶، په ننګرهار ولایت کې ۵، او په هلمند، کنړ او ورک ولایتونو هر یوه کې دوې، او بادغیس، کاپیسا او بدخشان هر یوه کې مو یوه مثبته پېښه ثبت کړي دي."

د ښاغلي مایار په وینا په افغانستان کې په دې ویروس اخته ۵۸ کسان مړه شوي او ۲۲۸ رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG