د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۷۱ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې تېره یو شپه او ورځ ۲۳۲ نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دا خبره د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن رسنیو ته کړې ده.

هغه ویلي په افغانستان کې اوس په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ټول ۲۱۷۱ ته رسېدلی.

په دې ډله کې د ۶۴ کسانو مړینه تأیید شوې او د هغو کسانو چې درملنه شوې شمېر ۲۶۰ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG