د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

امریکا: د یوه درمل ازمېښت ثابته کړې چې په کرونا اخته کسان تداوي کېږي


ارشیف
ارشیف

د امریکا حکومت وايي، د یوه درمل ازمېښت ثابته کړې چې د کرونا په ویروس اخته کسان په لنډ وخت کې تداوي کېږي.

دا درمل د امریکا د روغتیا ملي انسټټیوت په څه باندې زر تنو تجربه کړی او ډېره ښه نتیجه‌یې لرلې ده.

امریکا په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته او مړو شویو خلکو د شمېر په لحاظ په سر کې ده.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا متحده ایالاتو کې څه باندې یو میلیون او ۴۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۷۰ زره کسان مړه او نږدې یو نیم لک بېرته جوړ شوي.

ټوله نړۍ کې بیا په کرونا د اخته خلکو شمېر درې میلیونه او دوه لکو ته رسېدلی او د مړو شمېر ۲۲۸ زرو ته پورته شوی.

XS
SM
MD
LG