د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

افغانستان کې د موبي ګروپ ۱۵ غړي په کرونا ویروس اخته شوي


د موبي ګروپ لوګو
د موبي ګروپ لوګو

په افغانستان کې د موبي ګروپ رسنیزې کمپنۍ ۱۵ غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د دې رسنیزې کمپنۍ یوه مسؤل مسعود سنجر ازادي راډيو ته وویل چې په کرونا د اخته همکارانو وضعه‌یې ښه ده.

موبي ګروپ په افغانستان کې طلوع، طلوع‌نیوز او لمر ټلوېزیونونه او څو راډیوګانې لري.

مسعود سنجر وایي په کرونا د اخته همکارانو کورنۍ به‌یې هم معاینه شي او اوس ټول دا ناروغان په کورني قرنطین کې دي.

په افغانستان کې ټول‌ټال ۱۹۳۹ کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې ۶۰ کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG