د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

د زندانونو تنظیم اداره: پلچرخي زندان کې د کرونا ۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوي


پلچرخي زندان کې روغتیايي کارکوونکي د معاینې پر مهال
پلچرخي زندان کې روغتیايي کارکوونکي د معاینې پر مهال

د افغانستا د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي، د کابل په پلچرخي زندان کې د کرونا ۷۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې ادارې ویاند فرهاد بیاني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې يې د عامې روغتیا وزارت په مرسته په دې زندان کې د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي په هدف په ټولو زندانونو کې روغتیايي معاینات پیل کړي دي.

په ورته وخت کې د پلچرخي زندان یو شمېر زندانیان وايي چې حکومت په دې زندان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هېڅ‌راز ترتیبات نه‌دي نیولي.

د دغه زندان یو شمېر بندیان خبرداری ورکوي، که په دې زندان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په هدف حکومت هڅې چټکې نه‌کړي، نو د دوی په وینا انساني ناورین به رامنځته شي.

دوه تنو زندانیانو د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، حکومت په پلچرخي زندان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف لازمې اسانتیاوې نه‌دي برابرې کړي.

رحمت‌الله او کپتان وایي: "که په زندان کې حالت همداسې روان وي او مخه‌يې ونه‌نیول شي، نو د کرونا ویروس له امله به دلته داسې یو انساني ناورین رامنځته شي چې بیا به‌يې هېڅوک مخه ونه‌شي نیولی. دلته د کرونا ناروغان ډېر زیات دي، په زندان کې یو کلینیک دی چې هر ډول ناروغ ورشي یوازې سپینې ګولۍ ورکوي، د زندانیانو سره ظلم روان دی، هېڅوک‌يې پوښتنه نه‌کوي، نه ډاکتر شته، نه درمل شته، نه کوم پلاوی راځي چې دا حالت له نږدې وګوري دلته په یوه یوه بند خونه کې له ۱۰۰ تر یو ۱۲۰ کسانو شپې سبا کوي."

دوی دغه‌شان وايي چې په زندان کې د بندیانو ګڼه ګوڼې ښايي لامل شي چې په دغه ویروس د اخته زندانیانو په شمېر کې په بې‌ساري ډول زیاتوالی راشي.

خو د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوه ځانګړو فرمانونو پر بنسټ به نږدې ۲۴۰۰۰ بندیان له زندانونو خوشې شي.

پلچرخي زندان کې روغتیايي کارکوونکي د معاینې او دواپاشۍ پر مهال

د دې ادارې ویاند فرهاد بیاني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تر دې دمه د افغانستان له زندانونو ۶۸۱۸ بندیان خوشې شوي او پاتې نور به‌يې هم ډېر ژر خوشې شي.

نوموړی وايي، دوی د پلچرخي زندان ترڅنګ د افغانستان ټولو زندانونو ته د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف لومړني روغتیايي توکي استولي دي.

د ښاغلي بیاني په خبره، د تازه شمېرو له مخې د پلچرخي په زندان کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۵ ته رسېدلی دی.

هغه وویل: "کومې نتیجې چې نن زموږ لاس ته راغلې، ښيي چې د لومړنیو معایناتو له مخې ۷۵ زندانیان په کرونا ویروس اخته دي، دا زندانیان په مخدره موادو او ښځینه زندانونو کې بندینان دي."

ښاغلی بیاني وايي چې په کرونا ویروس دغه اخته کسان په یو ځانګړي بلاک کې قرنطین شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پلچرخي زندان کې د کرونا ویروس د خپرېدو او دغه‌شان حکومت سره د طالب بندیانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ازاد شوي طالبان

د طالبانو په دې اعلامیه کې د افغان حکومت په زندانونو کې د بندیانو وضعیت ناسم ښودل شوی او په‌کې راغلي چې که په زندانونو کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوی ونه‌شي، ښايي وضعیت په ناورین بدل شي.

په دې اعلامیه کې حکومت ته خبرداری ورکړل شوی چې که د دغه ویروس له امله په زندانونو کې طالب بندیان تلف شي، نو دوی به‌يې بدل واخلي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي چې د پلچرخي په زندان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف عاجل روغتیايي ټسټونه پیل شوي چې د یو شمېر بندیانو مثبتې هم غلتې شوې، خو د پي سي ار یا وروستي ټسټ لپاره‌يې بېلګې اخیستل شوي چې ژر به‌یې نتیجه معلومه شي.

وحید مایار

خو د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار د دغه زندانیانو د شمېر په اړه څه نه‌وايي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت له‌خوا د وروستیو اعلان شویو شمېرو پر بنسټ تر اوسه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۱۹۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG