د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

کندهار کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۰ تنو ته ورسېد


کندهار کې کرونا ویروس ۶ تنه وژلي.
کندهار کې کرونا ویروس ۶ تنه وژلي.

په کندهار ولایت کې د کرونا د ۱۵ نویو پېښو له ثبت کېدو سره په دغه ولایت کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۰ تنو ته ورسېد.

د کندهار حوزوي لابراتوار په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا په ویروس ۵۰ تنه مشکوک کسان معاینه کړي چې د هغو له‌منځه د ۱۵ تنو کرونا مثبته وه.

د کندهار عامې روغتیا رئيس محمد اشرف نادري نن ازادي راډیو ته وویل: "متأسفانه یوه مړینه هم لرو چې یوه خورکۍ ده او ۱۷ کلنه ده."

په دې ولایت کې تر اوسه پورې په کرونا ویروس ۶ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG