د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۱

افغان حکومت بې‌وزلو او اړمنو ته د ډوډۍ ورکولو لړۍ پیل کړه


په کابل کې د نانوایانو له لارې د افغان حکومت له لوري د ډوډۍ وېشل
په کابل کې د نانوایانو له لارې د افغان حکومت له لوري د ډوډۍ وېشل

د افغانستان حکومت په یوه بې‌ساري اقدام سره په کابل ښار کې د نانوایانو له لارې بې‌وزلو او اړمنو ته د ډوډۍ د ورکړې لړۍ پیل کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ناوخته «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۹» په همدې اړه په خپل خپاره کړي پیغام کې وویل، د روانې اوونۍ په وروستیو کې به د کابل سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې هم د مرستو دا لړۍ پیل شي.

ولسمشر غني زیاتوي، د ډوډۍ دا ډول وېش به په ټول افغانستان کې د نانوایانو له لارې له بې‌وزلو او اړمنو کورنیو سره وشي.

ښاغلی غني زیاتوي: "دا بهیر له کابله پیلېږي او د روانې اوونۍ تر پایه به په هرات، مزار شریف، کندهار، کندز او جلال‌اباد ته هم وغځېږي. همدا ډول به ډېر ژر په ټولو ولایتونو کې خلک له دې مرستو برخه‌من شي."

ولسمشر محمد اشرف غني له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنو او سیمه‌ییزو شوراګانو څخه غوښتنه وکړه چې بې‌وزلو او اړمنو ته د دې مرستو په رسولو کې کمک وکړي.

په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو او د قرنطین له وضع کېدو سره سم، بې‌کاري هم زیاته شوې چې له کبله‌یې ډېر شمېر خلک شکایت کوي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

له دې وړاندې هم د افغانستان حکومت د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې مرستې وېشلي، خو خلک وايي دا مرستې یا کمې وې او یا هم دوی ته هېڅ رسېدلې نه‌دي.

په کابل کې د نانوایانو له لارې د افغان حکومت له لوري د ډوډۍ وېشل
په کابل کې د نانوایانو له لارې د افغان حکومت له لوري د ډوډۍ وېشل

یو شمېر هغه کسان چې د چهارشنبې په ورځ‌یې له نانوایانو د حکومت مرسته شوې ډوډۍ ترلاسه کړې، خوښ دي او ټینګار کوي چې د دې مرستو د حیف‌ومیل کېدو مخه باید ونیول شي.

دوی وايي: "نوم ارزوی دی، له حکومت غواړم چې له موږ سره مرسته وکړي. دا مرستې ښې دي، یوازې چې ډوډۍ هم راورسېږي، لویه خبره ده."

"زما نوم محمد نبي دی. د سیمې له وکیل تر نانوايي او ټول هغه چې دې پروسه کې شامل دي، دا مرستې پټوي. څوک اخلاص او صداقت نه‌لري او له خدای نه‌وېرېږي."

"زما نوم الله ګل دی. زه لس کسیزه کورنۍ لرم، د یوه نفر په سر یوه ډوډۍ هېڅ هم نه‌ده او همدا ډول په ډېرو برخو کې حق حقدار ته نه‌سپارل کېږي."

د کابل اوسېدونکي د روژې په مبارکه میاشت کې
د کابل اوسېدونکي د روژې په مبارکه میاشت کې

په ورته وخت کې کابل ښاروالي چې د اړمنو او بې‌وزله کورنیو د نوم‌لړ په چمتو کولو او تر خوا یې ورته د ډوډۍ د وېش مسؤلیت په غاړه لري وايي، له دې بهیر په جدي ډول څارنه کوي.

د کابل ښاروالۍ ویانده نرګس مومند ازادي راډیو ته وویل، د دیني عالمانو، سیمه‌ییزو شوراګانو، د سیمې وکیل، د ناحیو او د مدني ټولنې غړي په دې بهیر کې د روڼتیا او د څارنې لپاره ګمارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG