د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو زیاتوالی او د چین روغتیايي مرسته


افغانستان سره د چین مرسته
افغانستان سره د چین مرسته

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر شمېر ۱۲۲۶ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې په ټول هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ ۵۰ مثتبې پېښې ثبت شوې دي.

په دې سره د چین هېواد د افغانستان عامې روغتیا وزارت سره دوهم ځل لپاره د 'کوویډ-۱۹' یا کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د ۷.۲ ټنه روغتیایي وسایلو مرسته وکړه.

د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۴» په یوه خبري غونډه کې د چین هېواد له تازه مرستو د مننې ترڅنګ وویل چې دا روغتیایي وسایل به وکولای شې تر یو حده د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزیر د چین له سفیر د مرستې د ترلاسه کولو پر مهال.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر د چین له سفیر د مرستې د ترلاسه کولو پر مهال.

ښاغلي فېروز وویل: "په افغانستان کې پرون د کرونا ویروس ۵۰ نوې پېښې ثبت شوې چې له دې سره ټول افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۲۶ ته رسېږي،۴۰ تنه مړه شوي دي. د دې ترڅنګ د چین له خلکو او حکومت نه منندوی یم چې دوی د دوهم ځل لپاره هغه وسایل له موږ سره مرسته کوي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې کارول کېږي."

چین هېواد په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته ډېریو هېوادونو سره د دې ویروس مخنیوي او د ناروغانو د درملنې لپاره مرسته کړې.

د چین هېواد د مرستو په هکله تېره میاشت یوه امریکایي سناتور بین ساس ویلي و چې چین دا کار ځان ته د تبلیغاتو لپاره کوي.

افغانستان کې تر دې دمه د کرونا ویروس له امله ۴۰ تنه مړه او ۱۷۷ بېرته روغ شوي دي.

تېره ورځ یعنې د سې شنبې په ورځ افغان حکومت هم د کرونا ویروس سره د مبارزې طرحه له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړې ده، افغان حکومت له نړیوالې ټولنې او مرستندویو سازمانونو د مرستې غوښتنه کړې.

همداراز د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم د کرونا ویروس په اړه یوې خبري غونډه کې ویلي چې تر دې دمه کابل ولایت کې یوازې ۴۱۲ کسان په کرونا ویروس اخته دي چې ۱۴یې مړه شوي دي.

ښاغلي حیدري وویل چې کابل ولایت ته کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې ۱۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې بودجې څخه تر دې دمه ۵ میلیونه مصرف شوي دي.

د ښاغلي حیدري په وینا په دې پیسو یې د کابل ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې د کرونا ویروس تشخیصي کلینیکونه جوړ کړي دي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

د کابل والي محمد یعقوب حیدري وویل: "د کابل عامې روغتیا ریاست لپاره ۱۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې چې له دې ډلې ۵ میلیونه د کابل ښار کلینیکونو د چمتو کولو برخه کې کارول شوې دي، د کرونا ویروس د ناروغانو او مشکوکو کسانو لپاره تر دې دمه د دارالامان ماڼۍ ۲۰۰ بستره، افغان-جاپان روغتون او ۱۰۰۰ نور بستر چمتو لرو."

په افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۶۳ مشکوکې پېښې ارزول شوي چې یوازې ۵۰ پېښې یې مثبتې وې.

په مثبتو پېښو کې ۲۱ هرات، ۱۵ کندز، ۵ کابل، ۴ لوګر، ۲ پنجشېر، ۱ تخار او ۱ بله هم جوزجان کې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG