د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

د چین او ایران شخړه؛ 'د کرونا ویروس په اړه د چین راپور یوه ترخه ټوکه ده'


چین غبرګون وښود او نړیوال د دغو دواړو هېوادو پر شمېرو شک کوي.
چین غبرګون وښود او نړیوال د دغو دواړو هېوادو پر شمېرو شک کوي.

د ایران عامې روغتیا وزارت چارواکو د کرونا ویروس په برخه کې د چین پر اعلان کړیو تلفاتو شک څرګند کړ.

دوی وایي، دا شمېرې خورا کمې دي.

د ایران عامې روغتیا وزارت یوې چارواکې مینو محرز چې په ایران کې له کرونا ویروس سره د مبارزې د کمېټې غړې هم ده، وایي: "د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته دا ښکاره شوه چې چین د «کووید-۱۹» ناروغۍ په ارتباط لکه څرنګه چې ده هغسې راپور نه‌دی ورکړی."

د ایران دولتي رسنۍ ایرنا د مېرمن محرز خبره رااخیستې ده چې وایي، چینایان اوس د خپلو ډېرو مقالو هغه نتیجې چې خپرې کړې یې وې بېرته غونډوي او څرنګه چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شو دا ویروس هغسې نه‌دی لکه کوم ډول چې مخکې چین په دې باره کې راپورونه ورکړي وو.

په ایران کې له کرونا ویروس سره د مبارزې د کمېټې بل غړي حمید سوري چې د طب پوهنځي استاد دی، د سې شنبې په ورځ اېرنا اژانس ته وویل: "د چین د دولت په شمېرو کې د کرونا په اړه د پام وړ ټکی دا و چې څومره وړاندې ولاړو متوجې شوو چې واقعیت له هغو راپورونو سره سر نه‌خوري چې چینایانو ورکړي دي."

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور

د پیکېنګ د راپورونو په ارتباط د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د یکشنبې په ورځ وویل چې د 'کوویډ-۱۹' په اړه د چین راپور یوه ترخه ټوکه ده، نږدې و چې کیانوش په دې خبره له کاره ګوښه شي.

چین غبرګون وښود او نړیوال د دغو دواړو هېوادو پر شمېرو شک کوي.

ده پر دې خبرو په تهران کې د چین سفیر چانګ هوا انتقاد وکړ او له جهانپور څخه‌یې وغوښتل چې د چین د سترو هڅو درناوی وکړي، همداراز دې د چین د روغتیا وزارت خبري غونډې په دقت وڅاري.

تر دې لفظي جنجال وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي په ټویټر کې د چین د دولت د مرستو ستاینه وکړه څو په ډیپلوماتیک ډول د چین سفیر غلی کړي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند بیا د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرې تکرار کړې او په تهران کې د چین سفیر د دې نظریاتو هرکلی وکړ او ویې‌لیکل چې اوازې نه‌شي کولای چې زموږ دوستي له‌منځه یوسي.

په دې ترڅ کې د ایران روغتیا وزیر سعید نمکي پرون په تهران کې خبري غونډې ته وویل چې نور یې تقریباً د کرونا ویروس مخه نیولې ده.

سعید نمکي
سعید نمکي

هغه زیاته کړه: "نن موږ دغه ښامار مهار کړی دی، هیله‌من یوو چې په راتلونکو ورځو کې د دې ناروغۍ بشپړ مخنیوی وکړو او له ښه مرغه په ځینو ولایتونو کې یې کنټرول او مخنیوي ته نږدې شوي یوو."

کومې شمېرې چې تر پرون پورې ایران خپرې کړې دي کرونا ویروس نږدې څلور زره کسان په دغه هېواد کې وژلي دي او تر ۶۲ زره ۵۰۰ ډېر کسان په دې ویروس اخته شوي دي، خو ایران او چین د هغو څو هېوادو په ډله کې راځي چې هلته په «کوویډ-۱۹» د اخته کسانو پر اعلان شویو شمېرو زیات شکونه کېږي.

XS
SM
MD
LG