د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۱

د چین د ووهان اوسېدونکي: د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر په اړه شک لرو


د ووهان یوه اوسېدونکي ازادې اسیا راډیو ته ویلي، رسمي شمېر ريښتیا نشي کېدای ځکه د مړیو د سوځلو ځایونه شپه او ورځ فعال وو.
د ووهان یوه اوسېدونکي ازادې اسیا راډیو ته ویلي، رسمي شمېر ريښتیا نشي کېدای ځکه د مړیو د سوځلو ځایونه شپه او ورځ فعال وو.

د چین په ووهان ښار کې له کورونو د خلکو پر وتلو بندیز دوه میاشتې وروسته پای ته رسېدلی خو اوسېدونکي شک لري چې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو شمېر ښایي تر رسمي شمېرو زیات وي.

په داسې حال کې چې د چین چارواکو په ووهان ښار کې پر عادي فعالیت دوه میاشتنی بندیز پای ته ورساوه، اوسېدونکي وايي دوی په دې ښار کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو پر رسمي شمېر بې باوره دي.

په چین کې ډېری خلک د خپلو مړیو د سوځلو دود لري.

د ووهان یوه اوسېدونکي ازادې اسیا راډیو ته ویلي، رسمي شمېر ريښتیا نشي کېدای ځکه د مړیو د سوځلو ځایونه شپه او ورځ فعال وو.

دوی وايي، څنګه کېدای شي چې یوازي یو څو کسان مړه شوي وي؟

په ووهان کې اوسمهال د مړیو سوځلو اووه مرکزونه فعال دي چې هانکو، ووچانګ او هانیانګ ښارونو ته خدمات وړاندې کوي.

د ټولنیزو رسینو کاروونکو هم په دې اړه بحثونه پیل کړي.

د کایزین په نوم یوې ویب پاڼې راپور ورکړی چې یوازې په یوه ورځ کې په هانکو کې د مړیو سوځلو مرکز ته د پنځو زرو کسانو مړي وروړل شوي چې دا د رسمي شمېرو دوه چنده شمېر دی.

پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر راپورونه وايي چې په ووهان کې په ټولو اوو مرکزونو کې هر ورځ د شا او خوا درې نیمو زرو کسانو ایرې د هغوی کورنیو ته سپارل کېږي.

د مړیو سوځلو مرکزونو- کورنیو ته ویلي چې د اپرېل تر پنځمې مخکې به، چې ټاکل شوې ده خاورو ته د مړیو د ایرو د سپارلو مراسم تر سره شي، د دوی د مړو شویو خپلوانو مړي وسوځي.

دا په دې مانا ده چې د اپرېل تر پنځمې به د شا او خوا 42000 کسانو ایرې د هغوی خپلوانو ته وسپارل شي.

د یوه بل اټکل له مخې چې د مړیو سوځلو د مرکزونو ظرفیت ته په کتو شوی، وايي چې هر مرکز پر یوه وخت د ۸۴ مړیو د سوځلو وړتیا لري او که د یوه مړي سوځل یو ساعته وخت ونیسي، په ۲۴ ساعتو کې په ټول ښار کې ۱۵ سوه او شپېته مړي سوځل کېدای شي.

په دې توګه د مړیو شمېر اته څلوېښت زره کېږي.

د هوبای ولایت – چې ووهان ښار یې مرکز دی، یوه اسېدونکي ویلي چې هلته ډېری خلک اوس په دې باور دي چې په ښار کې تر محدودیت رامنځته کېدو او پر مهال يې تر څلوېښت زره زیات کسان مړه شوي دي.

د ولایتي چارو ادارې یوې سرچینې په وینا ډېر خلک پرته له معایناتو په خپلو کورو کې د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا په ووهان کې د تلفاتو په اړه هر ډول خبره ډېره حساسه موضوع ده.

د ووهان یوه اوسېدونکي چن یوهوی ازادې اسیا راډیو ته وویل چې چارواکي د مړو شویو خپلوانو ته درې زره یوان ورکوي او ورته وايي چې دوی دې چپ پاتې شي.

ټاکل شوې ده د اپرېل په پنځمه د مړیو د ایرو خاورو ته د سپارلو مراسم تر سره شي خو د یوهوی په وینا، چارواکي د مړیو خپلوانو ته وايي چې د اپرېل د پنځمې تر مراسمو مخکې دې دا کار وکړي.

د کرونا ویروس له کبله د مړې شوې یوې ښځې زوی هو ایژين ویلي چې ده ته ویل شوي له ځايي کمیټې دې د خپلې مور ایرې واخلي.

ده زیاته کړې چې هغوی ورته وویل دا ایرې باید تر مراسمو مخکې خاورو ته وسپاري خو دی نه غواړي دا کار وکړي.

ده ویلي چې لوی شمېر خلک دا کار کوي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG