د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

ري ایجنټ څه شی دی او ولې د کرونا ویروس معاینات ځنډوي؟


د کرونا ویروس له خپرېدو سره په نړۍ کې د دې ویروس د معایناتو لپاره د ري ایجنټ تقاضا زیاته شوې ده.

ري ایجنټ څه شی دی او ولې د کرونا ویروس معاینات ځنډوي؟

ري ايجنټ، هغه څه چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړي قطار کې ګڼل کېږي.

ري ایجنټ د هر ډول کیمیاوي معایناتو د یوې مهمې برخې لپاره یوه ظریفه کلمه ده، يعنې په معایناتو کې کارېدونکي هر ډول غیر عضوي محلولونه، انزایمونه، د تحقیق الات او لومړني مواد.

او دا ري ایجنټ د کرونا ویروس د معایناتو برخه دي چې د 'کوویډ-۱۹' سره په مبارزه کې ډېر مهم دي.

د کرونا ویروس د تشخیص یو لابراتوار
د کرونا ویروس د تشخیص یو لابراتوار

کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې د اپرېل تر ۱۸مې نېټې تر ۱۵۶،۰۰۰ زیات کسان وژلي او ۲،۲ میلیونه کسان ورباندې اخته شوي دي.

په داسې حال کې چې حکومتونه د کرونا ویروس پر معایناتو ټينګار کوي، د خوندي او اغېزناکه واکسین لپاره ري ایجنټ ته اړتیا زیاته شوې ده. د ناببره زیاتې شوې تقاضا، ذخیره کولو او پر صادراتو د بندیز له کبله ري ایجنټ کمساري شوي.

نن سبا د 'کوويډ-۱۹' لپاره پر پراخه کچه کارېدونکي معاینات (RT-PCRs) نومېږي چې له ستوني جنتیک مواد ټولوي او په لابراتوار کې يې ګوري. دغه معاینات معلوموي چې ایا په یوه ناروغ کې د کرونا ویروس جنتیک کوډ شته که نه.

دوهم ډول معاینات د وینې په واسطه کېږي.

ډاکتران او پالېسي جوړوونکي متخصصین وايي، د هغو ناروغانو په اړه نورې څېړنې ته اړتیا ده چې جوړ شوي. له دې سره به په داسې حال کې چې حکومتونه پر ګرځېدو بندیز لیرې کوي، د بدن د دفاعي سیستم په اړه پوښتنې ځواب شي.

دواړه ډوله معاینات پېچلي او پاک او دغه‌راز په لوی شمېر کې ري ایجنټ غواړي.

په چین کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره له یوه کس د نمونې اخیستل
په چین کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره له یوه کس د نمونې اخیستل

چین د نړۍ تر ټولو زیات د 'کوویډ-۱۹' معایناتو بستې جوړولې، خو په خپله هم د معایناتو له کمښت سره مخامخ شو. کله چې د دې هیواد په هوبې ایالت کې په جنوري میاشت کې د کرونا ویروس بحران راغی، په چین کې تقاضا او پر صادراتو بندیز نړۍ د دغو معایناتو له کمښت سره مخامخ کړه.

له چین وروسته اروپا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو مرکز او وروسته امریکا له دې روغتيايي بحران سره مخامخ شوه.

له هغه راهیسې ګڼو هېوادونو هڅې پیل کړي چې د معایناتو بستې په خپله جوړې کړي او خپل نوي تولیدات په اروپایي او شمالي امریکايي هېوادونو کې وپلوري، خو ستونزه دا رامنځته شوې چې بې‌وزله هېوادونه د بډایه هېوادونو په پرتله له پامه غورځول شوي.

XS
SM
MD
LG