د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

ټرمپ: چین دې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه بشپړ وضاحت ورکړي


​د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ
​د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ

​د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو یوځل بیا له چین څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه بشپړ وضاحت ورکړي.

کرونا ویروس چې د تېر کال په ډېسېمبر کې د چین وهان ښارکې پیدا شو او نن ورځ یې ټولې نړۍ ته خپور شوی دی.​

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د بهرنیو چارو وزیرمایک پومپیو يو ځل بیا د کرونا ویروس د خپرېدو په وړاندې د چین اقدامات تر پوښتنې لاندې راوستل اوله دې هېواده یې وغوښتل چې په دې اړه چې دغه ویروس څه ډول خپورشو، نورمعلومات ورکړي.​

ولسمشرټرمپ پرون شنبې په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل، پوښتنه داده چې هغه څه چې پېښ شوي ایا دا یوه تېروتنه وه چې دغه ویروس له کنټروله ووت او که هغه یو قصدي عمل و او په خبره یې که چین په دې پوه و نو عواقب به ولري.​

ټرمپ په دې اړه چې دا به د چین لپاره څه ډول عواقب ولري، نورجزئیات ورنکړل.

د هغه د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په یوه ټویټ کې وویل، د چین حکومت ته پکارده چې حساب ورکړي او په وینا یې دا هېواد باید واضح کړي چې څه پېښ شول او ولې د دغه ویروس د خپرېدو په اړه معلومات د ټولو لاس ته ونه رسېدل.

مایک پومپیو
مایک پومپیو

ټرمپ او پومپیو پر چین سخت انتقاد کړی او دا هېواد یې تورن کړی چې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته چې د لومړي ځل لپاره په تېر ډېسېمبرکې په وهان ښار کې پیدا شو، شفافیت نه دی ښکاره کړی.​

فرانسه او بریتانیا هم پر چین د واشنګټن له دې شک سره یوځای شوي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، په چین کې یوڅه پېښ شوي چې موږ ترې خبرنه یو.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب وویل، سختې پوښتنې باید مطرح شي چې دغه ویروس څه ډول پیدا شو.​

ولسمشر ټرمپ وویل: "چین ویلي چې څېړنه کوي او وبه ګورو چې نتیجه به یې څه وي خوموږهم په دې اړه څیړنه کوو.​"

ټرمپ له دې مخکې ویلي و چې حکومت یې څېړنه کوي څو دا معلومه کړي چې ایا دغه ویروس د چین د میکروبونو له یوه څېړنیز لابراتوار څخه وتلی او که څنګه؟

خو یو شمېر امریکایي چارواکو ویلي، هغه معلومات چې تر اوسه پورې د دغه ویروس په اړه ترلاسه شوي، د دې څرګندونه کوي چې هغه ارګانیک یا طبعي ډول رامنځته شوی دی.​

دوه ورځې وړاندې ورته پوښتنه چې ایا دغه ویروس په لابراتوار کې جوړشوی، د امریکا له متخصص ډاکټرانتونی فوچي څخه وشوه، هغه په ځواب کې وویل چې د دغه ویروس جینیتکي څیړنه ډیر پر دې دلالت کوي چې هغه له یوه حیوان څخه انسان ته خپور کړی نه دا چې په لابراتوار کې دې وده ورکړل شوې وي.​

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز هم ویلي چې د دغه ویروس سرچینې ته په پام داسې ښکاري چې هغه تر ډېره د بحري خوړو او بحري ژوندیو ژووله مارکېټ سره تړلی او ښایي له حیوانه یې انسان ته سرایت کړی وي.​

تر اوسه په ټوله نړۍ کې پرکرونا ویروس یا کوویدـ۱۹ نژدې دوه میلیونه او درې نیم لکه کسان اخته شوې او له یولکو شپیتو زرو زیات هم ترې مړه شوي دي.​

تر ټولو ډېر کسان هم په امریکا کې پر دغه ویروس اخته شوي او ډېر هم ترې مړه شوي دي.

د وروستیو شمیرو له مخې نژدې ۷۴۰ زره امریکایان پردغه ویروس اخته شوي او له ۳۹ زرو زیات هم ترې مړه شوي دي.‎ ​

XS
SM
MD
LG