د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

کرونا ویروس د نړۍ لویې او کوچنۍ سوداګرۍ زیانمنې کړي


ارشیف
ارشیف

د کرونا ویروس له کبله ګرځ‌بندیز په ټوله نړۍ کې په لویه او کوچنۍ سطح سوداګرۍ زیانمنې کړې دي.

په تېره بیا په بېلابیلو هېوادونو کې بهرني اتباع چې رستورانتونه یا نور کار و بارونه لري له دې ستونزې څخه اغېزمن او اندېښمن دي.

د مشتریانو یا اخیستونکو د نشتوالي له کبله د ستورانتونو خاوندان ګڼ زیانونه ګالي او ان له بانکونو پوروړي شوي دي.

یو له دغو رستورانت لرونکو شېر جان وايي: "له هغه وخته چې قرنطین پیل شو او رستورانتونه وتړل شول، سرحدونه وتړل شول، بېخي زموږ بزنس صفر دی. رستورانت تړلی دی."

شېر جان یو افغان دی چې له کلونو راهیسي د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې رستورانت لري، خو افغاني خواړه نه، بلکې ځایي خواړه لکه پاستا او پیتزا پخوي.

د ده رستورانت د ښار په مرکز کې وو مشتریان‌یې تر ډېره سیلانیان ول.

د کرونا ویروس له امله د پراګ قرنطین شوی ښار
د کرونا ویروس له امله د پراګ قرنطین شوی ښار

نوموړي ازادي راډیو ته وویل چې په میاشت کې یې تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې تاوان کړی دی.

که څه هم دغه ډول واړه رستورانتونه د فعالیت اجازه لري، خو شېر جان وایي تر ګټې یې تاوان ډېر دی.

دی زیاتوي: "موږ ته دا اجازه شته چې رستورانت خلاص کړو او له کړکۍ څخه خواړه وپلورو، خو زه چې فکر کوم که د ورځې دوه-درې ټوټې پیتزا وپلورم، هغه ماته ګټه نه‌لري ځکه زما داش برقي دی او ګمان کوم له سودا نه به مې مصارف ډېر وي."

د شېر جان په خبره د انلاین فرمایشونو ته هم ډېره تمه ځکه نه‌لري چې سیلانیان نه‌شته او ځایي خلک ټول په کورونو کې دي او څوک فرمایش نه‌ورکوي.

شېر جان د دې ستونزو د دوام په عواقبو نه‌پوهېږي او ورته اندېښمن دی. دی وایي که قرنطین خلاص هم شي تمه نه‌کېږي چې خلک د اقتصادي ځوړ له کبله ورته راشي، نو د شېر جان په خبره ښایي تر ۴۰ فیصده پورې د ده په څېر وړې سوداګرۍ یا رستورانتونه په دې ښار کې وتړل شي.

د نیویارک ټایمز سیمه، هغه سیمه چې له ګڼې ګوڼې ډکه وي، خو د کرونا ویروس له امله قرنطین شوې.
د نیویارک ټایمز سیمه، هغه سیمه چې له ګڼې ګوڼې ډکه وي، خو د کرونا ویروس له امله قرنطین شوې.

یوازې پراګ نه، بلکې په امریکا کې چې اوس‌مهال د کرونا ویروس د نړۍ په سطح تر ټولو ډېر ځپلی دی، د وړو او لویو سوداګریو خاوندان له ورته نامعلوم برخلیک او زیانونو سره مخامخ دي.

پاکستانی قیصر چوهدري په نیویارک کې د یوه رستورانت خاوند دی.

دی وایي رستورانت‌یې پرانیستی دی، خو څوک نه‌ورځي.

ښاغلی چوهدري وايي: "خلک له کرونا ویروس څخه ډارېدلي او حتی د ډوډۍ اخیستلو لپاره هم ډېر کم دباندې راوځي. له همدې کبله ما خپل ۷۵ سلنه عاید بایللی دی."

نوموړی وایي که دا وضعیت دوام وکړي، ښایي دې ته به اړ شي چې دا بزنس وتړي ځکه د کارکوونکو معاش، د رستورانت کرایه، برښنا، بیمه او داسې نور ټول لګښتونه ورباندې ډېرېږي.

مالک سلیم اکبر بیا په نیویارک ایالت کې د کالیو پلورنځی لري: "ګرځ‌بندیز په رسمي ډول د مارچ له ۱۶مې پیل شو، خو وضعیت لا تر دې دمخه خراب شوی وو."

که څه هم د کرونا ویروس له کبله ګرځ‌بندیز د خوراکي موادو پر پلورونکو نسبتاً لږ اغېز کړی، خو د دوی د کاروبار سطح هم ټیټه شوې ده.

نیویارک کې یو پیتزا رستورانت
نیویارک کې یو پیتزا رستورانت

پروېز سلیم یو بل پاکستانی دی چې په نیویارک ایالت کې د خوراکي توکو پلورنځی لري.

ده زیاته کړه: "خلکو له وړاندې ټول اړین شیان لکه اوړه، وریجې، بوره، چای او داسې نور ځانونو ته ذخیره کړي دي، نو کله نا کله یوازې د اوړو او وریجو د اخیستلو لپاره راځي او بس."

دغه ویروس چې له شااوخوا پنځو میاشتو راهیسي یې سر راپورته کړی، د نړۍ له سترو اقتصادي قدرتونو نیولې تر منځنۍ سطحې او ډېر بې‌وزلي هېوادونه ټول ځپلي او د روغتیایي ګواښونو ترڅنګ‌یې نړیوال اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړی دی.

اوس د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ځیني مشران په دې هڅه کې دي چې لګول شوي محدودیتونه په تدریج راکم او اقتصادي څرخ بېرته فعاله کړي.

د نړۍ د میلیونونو کسانو بې‌کاره کېدو ته په پام اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د دې وبا اقتصادي اغېز به کلونه کلونه دوام ولري.

XS
SM
MD
LG