د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

په تدریجي ډول د امریکا او اروپا په ځینو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه بېرته پیلېږي


د نیویارک والي وايي، اقتصادي فعالیتونه د هغو د اهمیت او ارزښت له مخې باید له سره وارزول شي.
د نیویارک والي وايي، اقتصادي فعالیتونه د هغو د اهمیت او ارزښت له مخې باید له سره وارزول شي.

د امریکا او اروپايي هېوادونو په هغو سیمو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو په اصلي ځالو بدل شوي اقتصادي فعالیتونه په تدریجي ډول پیلېږي.

په متحدایالاتو او هغو هېوادونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د مړینو شمېر پکې په کمېدو دی، د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیل لپاره تجربوي اقدامات پیل شوي دي.

تمه ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د اپریل په ۱۴مه هغه کاري ډله اعلان کړي چې په امریکا کې د اقتصادي فعالیت د بیا پیل لپاره به هڅه کوي.

د ټرمپ ادارې په امریکا کې د ځینو محدودیتونو د له منځه وړلو لپاره د راروانې مې میاشتې لومړۍ نېټه هدف ټاکلی دی.

ولسمشر ټرمپ پرون د اپریل په ۱۳مه وویل، دی به په راتلونکو څو ورځو کې هغه نېټه اعلان کړي چې په متحدایالاتو کې اقتصادي فعالیتونه بیا پیلېږي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

ټرمپ زیاته کړه چې غواړي اروپا ته د سفر بندیز هم په مناسب وخت کې پای ته ورسوي.

بل خوا د امریکا د شپږو شمالي ایالتونو سیمه ایزو حکومتونو د یوه ګډ پلاوي جوړېدل اعلان کړي څو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو د تدریجي لیرې کولو ستراتیژۍ همغږې کړي.

د نیویارک والي اندریو کومو چې ایالت یې د کرونا ویروس له کبله تر ټولو زیات زیانمن شوی پرون دوشنبې وویل چې د اقتصادي فعالیتونو بیا پیل یوه نازک انډول ته اړتیا لري او زیاته یې کړه چې دا فعالیتونه د هغو د اهمیت او ارزښت له مخې باید له سره وارزول شي.

په اروپا کې اسپانیا له هغو هېوادونو څخه ده چې د کرونا ویروس له کبله تر ټولو زیاته زیانمنه شوې ده.

خو په دې هېواد کې د ځینو تولیدي او ساختماني شرکتونو کارکوونکي دندو ته د راستنېدو په حال کې دي.

د اسپانیا د روغتیا وزیر سلوادور ایلا ویلي، اقتصادي فعالیتونه یوازې په محدودو سکټورونه کې بیا پیل شوي دي خو د ټول هېواد په کچه قرنطین پرځای پاتې دی.

په یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې هم چارواکي په تدریجي ډول د بېړنیو حالاتو لګول شوي محدودیتونه ورو ورو لیرې کوي.

دوی وايي چې د دې کار هدف په تدریجي ډول د اقداماتو ازمویل دي خو په ځینو نورو کې بیا لاهم کلک تدابیر پرځای پاتې دي او چارواکي یې وايي د هغو لیرې کول ښایي څو اونۍ وخت ونیسي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي دي چې قرنطین ښايي د راروانې مې میاشتې تر یوولسمې پورې دوام وکړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

هغه وايي: "له دې نېټې وروسته د عمومي قرنطین شرایط یوازې په هغه صورت کې لیرې کېدای شي چې موږ ښه او مسوول وګړي واوسو او اصولو ته درناوی وکړو او په عین حال کې د کرونا ویروس د خپرېدو بهیر په رښتیا سوکه شي."

خو روغتیايي چارواکو خبرداری ورکوي چې د محدودیتونو ناڅاپي نرمول ښايي د دې ناروغۍ د خپرېدو د نوې څپې باعث شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرنو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره شل لکو ته نژدې شوې او د مړو شمېره یې له ۱۲۰ زرو اوښتې ده.

خو ګومان کېږي چې د مثبتو مواردو او مړو شمېره به تر دې ډېره لوړه وي ځکه د طبي ازموینو لپاره د امکاناتو د نشتوالي، د محاسبې په اصولو کې د توپیرونو او حتی د نړۍ په کچه د شمېرنو د پټولو له کبله د ډېرو پېښو راپور نه ورکول کېږي.

همداراز داسې موارد هم شته چې ځینې کسان په کووید-۱۹ ناروغۍ اخته وي خو دوی له دې چې نښې یې په وجود کې نه راڅرګندېږي په ځان نه وي خبر.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG