د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

نیویارک کې له سختې اوونۍ وروسته د وضعیت ښه کېدو هیلې غوټېدلي


نیویارک کې ۱۸۷۰۰ کسان په روغتونونو کې بستري و.
نیویارک کې ۱۸۷۰۰ کسان په روغتونونو کې بستري و.

نیویارک چې په ټوله امریکا کې د کرونا ویروس له لاسه سخت ځپل شوی او زرګونه کسان‌یې مړه شوي دا اوونۍ د وضعیت د ښه کېدو هیلې په‌کې غوټېدلي.

تېره اوونۍ په نیویارک کې د کرونا ویروس له لاسه ۵۲۲۰ کسان مړه شول او تر یکشنبې ورځې په دغه ښار کې ۱۸۷۰۰ کسان په روغتونونو کې بستري وو.

د امریکا دغه لوی سوداګریز ښار تېره یوه اوونۍ ډېره سخته تېره کړه او ټول‌ټال د مړو شمېر په‌کې ۹۴۰۰ ته ورسېد.

د نیویارک ښاروال بېل دې بلاسیو ویلي چې ښوونځي به تړلي پاتې وي څو د کرونا ویروس د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته وشي.

د نیویارک ښاروال بېل دې بلاسیو
د نیویارک ښاروال بېل دې بلاسیو

اخوا د نیویارک والي اندریو کومو یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په کرونا د اخته خلکو او د مړو شمېر کم نه‌دی، خو د شمېرو ګراف اوس یو څه ثابت حالت ته راغلی یعنې لوړ نه، خو په یو سطح دی.

هغه وویل: "وروستی شی چې موږ یې لیدل غواړو هغه د دې ناروغۍ په مثبتو پېښو کې کم سرعت او د مړو کمه اندازه ده. موږ د دغو شمېرو د راټیټولو لپاره ډېره خواري کړې ده. نو موږ په دې اساس داسې ستراتېژي ته اړتیا لرو چې ښوونځي، ټرانسپورت او کاري قوه سره همغږې کړي."

د والي کومو ستونی څو واره د خبرو پر مهال ډک شو ځکه یکشنبه په نیویارک کې نږدې ۸۰۰ کسان مړه شوي.

د نیویارک چارواکي وايي هڅه کوي چې شپږ زره بې‌کوره خلکو ته سرپناه برابره کړي او هغوی هوټلونو ته ولېږدوي.

د نیویارک والي او ښاروال
د نیویارک والي او ښاروال

په نیویارک کې نږدې ۶۰ زره کسان بې‌ځایه شوي چې مؤقتي سرپناوې ورکړل شوي، خو لا هم څلور زره بې‌کوره په سړکونو څملي چې له دې سره د کرونا ویروس د چټکې خپرېدو او د قربانیو په شمېر کې د زیاتوالي وېره په ځای پاتې ده.

اخوا د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې کرونا نیولی په روغتون کې تر درې ورځې بستر کېدو وروسته یکشنبه رخصت شو، خو درملنه‌یې لا هم روانه ده.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله امریکا کې څه باندې پنځه نیم لکه کسان په کرونا اخته شوي او له ډلې یې څه باندې ۲۱ نیم زره کسان مړه شوي.

یکشنبه د عیسویانو د اختر یا ایستر کلني مراسم د نورې نړۍ په څېر په نیویارک کې هم لغوه اعلان شوي و.

میلیونونه کسانو ایستر ونه‌لمانځه.

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس د کرونا ویروس له امله د اقتصادي عواقبو په وړاندې د مبارزې لپاره د مرستو غږ وکړ.

پاپ فرانسېس
پاپ فرانسېس

پاپ خپل پیغام له واتیکانه داسې وخت ورکړ چې تر یکشنبه په ایټالیا کې ۱۰۰ کم ۲۰ زره کسان د کرونا ویروس له لاسه مړه شوي. ایټالیا او اسپانیا د کرونا ویروس له لاسه په ټوله اروپا کې ډېر زیانمن شوي، خو بیا هم په تېرو څو ورځو خاصتاً یکشنبه د مثبتو پېښو او د مړو شمېر کم شوی دی.

کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې نږدې ۱۸ نیم لکه کسان نیولي چې له ډلې یې نږدې ۱۱۴ زره خلک مړه شوي.

XS
SM
MD
LG