د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

د عیسویانو د اختر مراسم ولې لغوه شوي؟


د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس په واتیکان ښار کې د یکشنبې ځانګړي مراسم لغوه کړي.
د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس په واتیکان ښار کې د یکشنبې ځانګړي مراسم لغوه کړي.

د عیسویانو د ایسټر یا پاک اختر د یکشنبې مراسم داسې مهال ترسره کېږي چې په ټوله نړۍ کې میلیاردونه انسانان د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د ګرځبندیز په حال کې دي.

نن ورځ د عیسویانو د ایسټر یا پاک اختر ځانګړي مراسم لغوه شوي او کلیساوې تشې دي.

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس په واتیکان ښار کې د یکشنبې ځانګړي مراسم لغوه کړي، هغو مراسمو ته به چې په معمولي ډول اتیا زره عبادت کوونکي د کاتولیکانو ټولنې ته راټولېدل.

اوس به د رومان کاتولیکې کلیسا مشر په واتیکان کې له خپلې شخصي کتابخانې د اختر خطبه يا پيغام په ویډیویي بڼه خلکو ته وړاندې کړي.

چارواکو په ګڼو هېوادونو کې له عبادت کوونکو غوښتي چې د ایسټر جشن په مراسمو کې له ویډیویي امکاناتو کار واخلي او د فزیکي راټولېدنې مخنیوی دې وکړي.

دوی خبرداری ورکړی چې مذهبي غونډو کې د ګرځبندیز حکم او یو له بله واټن له منځه ځي چې ورسره به د کرونا ویروس پيښې نورې هم زیاتې شي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښیي چې تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پیښو شمېر یو اعشاریه ۷۷ میلیونو ته ورسېد.

په متحده ایالاتو کې تراوسه ۵۲۹۰۰۰ کسان کرونا نیولي او له دې ډلې ۲۰۶۰۰ تنه مړه شوي دي.

د دې پېښو له ډلې ۱۸۱۰۰۰ په نیویارک ایالت کې رامنځته شوي او دغه ایالت په امریکا کې د کرونا ویروس د خپرېدو مرکز بلل کېږي.

د یکشنبې تر لومړنیو ساعتونو پورې په نړۍ کې په کرونا د اخته شویو کسانو د مړينې شمېر هم نژدې یو لک او نهه زره شو.

اوسمهال امریکا د کرونا ویروس د پېښو او له دې کبله د رامنځته شوې مړینې له اړخه تر ټولو لوړې شمېرې لري.

له امریکا وروسته دا مهال ایټالیا، اسپانیا، فرانسه او بریټانیا د کرونا ډېرې پېښې لري.

په ایټالیا کې دې ویروس نژدې نولس نیم زره، اسپانیا کې ۱۶۶۰۶، فرانسه کې ۱۳۸۵۱ او بریټانیا کې یې ۹۸۹۲ تنه مړه کړي دي.

له دې سره یو شمېر هېوادونو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله لګول شوي محدودیتونو یو څه را کم کړي او یا یې دراکمېدو هوکړه کړې ده.

روغتیایي کارپوهانو خبرداری ورکړی که هېوادونه ژر په ګرځبندیز لګول شوي محدودیتونه لرې کړي، د پېښو ګراف به ډېر لوړ شي.

ځکه د دوی په باور، د نړۍ په کچه د کرونا ویروس د معاینې امکانات کم دي او دا څرک نه لګېږي چې څوک کرونا ویروس له ځان سره لېږدوي.

XS
SM
MD
LG