د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

د نړۍ عیسویانو د کرسمس جشن ولمانځه


د مسیحیانو اختر یا کرسمس د نړۍ په ټولو برخو کې د عیسویانو له خوا ولمانځل شو.

خلکو خپلو دوستانو او خپلوانو ته سوغاتونه ورکړل او د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې ماشومان د "سانټا کلاوس" یا سنت نیکولاس د راتګ په انتظار کې وو.

زرهاوو مسیحیان د فلسطین د بیت لحم ښارګوټي په هغه سیمه کې را غونډ شوي وو، چې عیسی (ع) به هلته زیږیدلی وي.

د نړۍ د کاتولیکو عیسویانو ستر مذهبي مشر پاپ بندکت شپاړسم د واټیکان په سنت پيټرس بسیلیکا کې د کرسمس د ماښام په ځانګړو مذهبي مراسمو کې ګډون وکړ.

په نړۍ کې د یونیم ملیارد رومن کاتلولیکانو کلیسا په منځني ختیځ کې د سولې لپاره دعا وکړه او خبر داری یې ورکړ، چې افراطي ډلو ته باید اجازه ورنه کړای شي، چې له دینه سو‌‌ء استفاده وکړي.

د فلسطینی ادارې مشر محمود عباس او صدراعظم سلام فیاض تیره شپه د عیسی مسیح په اصلي ټاټوبي بیت لحم کې د (Nativity) په کلیسا کې د کرسمس د ماښام (Christmas Eve) په مراسمو کې حاضر وو.

د بیت المقدس د رومن کاتولیکې کلیسا لوي مشر "فواد طوال" د خلکو هرکلی وکړ او ویې ویل:

"موږ دې مقدسې خاورې ته ستاسې او ستاسې د کورنیو د راتګ هرکلی کوو، له خوشحالۍ او برکت ډک کرسمس درته غواړو. هغو کسانو ته، چې له بیت لحم څخه زموږ د خوشحالۍ د جشن سیل کوي، خپلې نیکې هیلې وړاندې کوو. په ځانګړي ډول هغو کسانو ته، چې په دعا کې زموږ له دې نږدیوالې، د یوازیتوب احساس کوي ډاډ ورکوو، چې د خوشحالۍ، روغتیا او سوکاله نوی کال دعا ورته کوو."

په پاکستان کې د عیسویانو ټولنې د شدیدو امنیتي تدابیرو په ترځ کې د کرسمس اختر لمانځلی دی. داسې ویره وه، چې ښايي اسلامپالي سخت دریځي د دې مراسمو د تخریب لپاره حملې وکړي.

په پاکستان کې د نفوس تر درې فیصده لږ برخه عیسویان دي.

په کراچۍ کې د (Central Brooks Memorial) کلیسا مشر ایمانویل ویکتور وویل، چې د کرسمس پيغام د سولې او مینې پیغام دی:

"کله چې موږ د ورورۍ، سوکالۍ، همکارۍ، مساواتو او ګډ سفر خبره کوو نو د خداي پيغام دا دی؛ چې تاسې باید له نورو سره داسې مینه ولرئ لکه د ځان سره.

تاسې باید له خپلو ګاونډیو سره هغومره مینه ولرئ کله د ځان سره، همدا د کرسمس پيغام دی."


په کابل کې د ناټو تر قومانده لاندې یو شمیر بهرني عسکر تیره شپه د کرسمس د لمانځلو لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر ته نږدې؛ په یوه مرکز کې را غونډ شوي وو.

دوی د کلیسا په ځانګړو مراسمو کې برخه واخیسته او د کرسمس لپاره تیار شوي خواړه یې سره وویشل.

امریکايي عسکر "ټرینټ سوټلون" وايي، په افغانستان کې شرایط فرق کوي، بیا هم دومره څه وو، چې دی یې د درلودلو په خاطر شکر پرځای کړی:

"واضح ده، چې د داسې رخصتيو موسم د دې لپاره خاص خوند لري؛ چې سړی کولای شي، له خپلې کورنۍ او ملګرو سره وخت تیر کړي. واضح ده، چې دلته شرایط فرق لري، تاسې زموږ حالت درک کولای شئ. خو حتی له دې سره هم داسې ډير شیان شته؛ چې سړی ورته وګوري او په خاطر یې د خدای شکر پر ځای کړی.

دا چې دلته بیلا بیل ولسونه سره راغونډ شوي او هر یو په خپل ډول جشن لمانځي او په خپل وړ زینتي کارونه کوي، ډیر خوندور ماحول یې رامنځ ته کړی."


د ناټو تر قومانده لاندې دې عسکرو د کرسمس لپاره د ګډو سندرو ویلو یو پروګرام هم جوړ کړی وو.
XS
SM
MD
LG