د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شمېر له ۹۵ زرو واوښت


په برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو لپاره کېندل شوي قبرونه.
په برازیل کې د کرونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو لپاره کېندل شوي قبرونه.

په ټوله نړۍ کې په 'کووید-۱۹' د مړو کسانو شمېره تېره شپه له ۹۵ زرو واوښته.

ایټالیا لاهم د دې ناروغۍ له کبله د مړو تر ټولو لوړه شمېره لري چې ۱۸۲۷۹ ته رسېږي، خو تېره شپه په متحده ایالاتو کې هم له دې کبله د مړو شمېره ۱۶۴۴۴ ته لوړه شوه.

متحده ایالات په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري چې د تېرې شپې تر ناوخته پورې ۴۶۲۱۸۰ کسانو ته ورسېده.

له امریکا وروسته اسپانیا ده چې د مثبتو پېښو شمېر یې ۱۵۲۴۴۶ او د مړو شمېر یې ۱۵۲۳۸ ته رسېږي او له اسپانیا وروسته فرانسه او جرمني دي چې د فرانسې د مثبتو پېښو شمېر له ۱۱۸ زره او د جرمني ۱۱۶ زرو ته نږدې شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر پرون پنجشنبه ۴۸۴ ته او د مړو شمېر ۱۵ ته لوړ شو.

XS
SM
MD
LG