د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

نیویارک کې مشکوکو مړینو د کرونا ویروس قربانیانو شمېر بې‌ساری لوړ کړ


نیویارک کې په کرونا ویروس اخته کس
نیویارک کې په کرونا ویروس اخته کس

په نیویارک ایالت کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر تر هغه وروسته چې چارواکو په نیویارک ښار کې د مشکوکو مړینو شمېر هم ورګډ کړ، په بې‌ساري ډول لوړ شو.

په نیویارک ښار کې د سې شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۴» هغه ۳۷۷۸ کسان چې داکتران شک لري په 'کووېد-۱۹' ناروغۍ اخته ول او مخکې تر دې چې روغتون ته ورسول شي د کرونا ویروس د تلفاتو لېست ته ورشامل کړل.

په دې کې هغه کسان هم شامل وو چې په خپلو کورونو کې مخکې تر دې چې ډاکتران‌یې تشخیص وکړي.

روغتیايي چارواکي وايي چې ډېر خلک ښايي مخکې تر دې چې په روغتون کې یې تشخیص وشي، مړه شوي وي. له دې کبله، ځیني څارونکي شک لري چې د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون دا بیان چې ۱۲۶ زره کسان په نړۍ کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي، دقیق نه‌وي.

د ځیني څارونکو په باور اصلي شمېر ښايي ډېر لوړ وی.

XS
SM
MD
LG