د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

چک کې د کرونا ویروس ۵۷۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوي


چک کې د کرونا له امله ۱۲۳ کسان مړه شوي.
چک کې د کرونا له امله ۱۲۳ کسان مړه شوي.

د چک جمهوریت د روغتیا وزارت پرون د اپرېل په ۱۱مه وویل چې د کرونا ویروس ۵۷۳۵ مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي.

د چک د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په دې کې ۱۲۳ تنه مړه شوي او ۳۷۰ تنه روغ شوي دي.

له دې کبله د چک جمهوریت حکومت په دې هېواد کې بېړنی حالت د اپرېل میاشتې تر ۳۰مې تمدید کړی دی.

خو په ځیني برخو کې‌یې بندیزونه یو څه نرم کړي دي.

د چک جمهوريت د روغتیا وزیر ادم ویتیک ویلي چې ځیني د بېلګې په ډول، په یوه موټر کې چلوونکو او مسافر مجبور نه‌دي چې ماسک واغوندي، خو په دې شرط چې هغوی د یوې کورنۍ غړي وي.

تر دوو کلونو کوچني ماشومان، هغه وګړي چې عصبي ناروغي لري او د اوتیزم (اوتیسم) ناروغان هم مجبور نه‌دي چې ماسکونه واغوندي.

د چک د روغتیا وزیر ویلي چې سپورټي مسابقو ته لا هم اجازه نه‌شته.

د تعمیراتي موادو خرڅوونکو، د باغدارۍ د وسایلو مغازو او د بایسکلو د ترمیم دکانونو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.

د ځیني نورو موادو دکانونو ته به هم په راتلونکې اوونۍ کې د کار اجازه ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG