د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

کرونا ویروس شااوخوا ۲۰۰ میلیونه کارګر کډوال ستونزو سره مخ کړي


روسیه کې یو شمېر کارګر کډوال
روسیه کې یو شمېر کارګر کډوال

د کرونا ویروس خپرېدو په نړۍ کې شااوخوا ۲۰۰ میلیونه کارګر کډوال له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه ویروس د دوی روغتیایي وضعیت ته ګواښونه پېښ کړي او پر دې سربېره ځینو ځایونو کې تبعیضي چلند هم ورسره کېږي.

په ښارونو کې ګرځ‌بندیز او قرنطین پر دغو کارګرو د فعالیت کړۍ تنګه کړې او دوی د پولو د بندوالي له امله حتی خپلو هېوادونو ته هم نه‌شي تللی.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې کارګر کډوال په‌کې تر ډېره له همدې ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

دغه هېواد کې د ډېرو کډوالو د اوسېدو موده هم پوره شوې او د کرونا ویروس د خپرېدو له ګواښ سره سره کډوال د پولیسو دفتر ته ورځي چې د اوسېدو اسناد یې تمدید کړي.

په روسیه کې کارګر کډوال د کډوالو د کنټرول یوه مرکز مخ ته د خپلو ویزو د تمدیدولو په تمه.
په روسیه کې کارګر کډوال د کډوالو د کنټرول یوه مرکز مخ ته د خپلو ویزو د تمدیدولو په تمه.

په روسیه کې تر ډېره د منځنۍ اسیا هېوادونو کارګر کار کوي او له هغه ځایه خپلو کورنیو ته د نفقې پيسې برابروي.

په روسیه کې یوه ۲۳ کلن کارګر قاسم رحیموف د ازادي راډیو ازبکي څانګې ته ویلي چې پخوا یې ازبکستان کې خپلې کورنۍ ته د میاشتې ۴۰۰-۵۰۰ ډالر لېږل، خو تېرو دوه میاشتو کې یې هېڅ هم نه‌دي لېږلي.

رحیموف ویلي، ده او د منځنۍ اسیا هېوادونو ۵۰ ملګرو یې روسیه کې یوه رستورانت کې کار کاوه چې له تړل کېدو وروسته‌یې ټول وزګار شوي دي.

په روسیه کې نږدې یو میلیون تاجکستاني کارګر هم کار کوي چې کال کې په تقریبي توګه خپل هېواد ته ۲،۶ میلیارده ډالر حواله کوي.

په روسیه کې کار ته په تمه یو شمېر کارګران
په روسیه کې کار ته په تمه یو شمېر کارګران

۳۳ کلن فروخ زرداکوف د ازادي راډیو تاجکستاني څانګې ته ویلي، دی روسیه کې کار کوي او د خپلې مزدورۍ پيسې کورنۍ ته لېږي چې ۱۸ غړي لري.

ده ویلي، له کوره ورته زنګ ورغلی چې پيسې ورولېږي، خو ده پیسې نه‌درلودې او کورنۍ ته‌یې د نه ځواب ورکړی دی.

فروخ چې اوس وزګار ناست دی ویلي، کورنۍ یې یوه بوجۍ اوړه اخیستي چې هغه به هم ژر ورخلاص شي.

اوکراین هم هغه هېواد دی چې شاوخوا درې میلیونه کارګر یې له هېواده بهر کار کوي او خپل هېواد ته پیسې لېږي.

اوکرایني کارګر تر ډېره په اروپایي هېوادونو له دې ډلې چک جمهوریت، ایټالیا او پولنډ کې کار کوي.

د اروپايي ټولنې هنګري هېواد کې یو شمېر اوکرایني کارګران
د اروپايي ټولنې هنګري هېواد کې یو شمېر اوکرایني کارګران

کله چې لومړی ځل اروپا کې کرونا ویروس خپور شو، شاوخوا یو لک او ۵۰ زره اوکراینیان چې کارګر هم په‌کې وو، خپل هېواد ته ستانه شول، په داسې حال کې چې اوکراین کې هم د بې‌کارۍ کچه ډېره لوړه وه.

د کرونا ویروس خپرېدو د اروپا او شااوخوا سیمو سوداګریز کارونه بند کړي دي او اقتصادي وده‌یې ټکنۍ کړې.

د اروپا په جنوب ختیځ کې پروت مالدووا هېواد کې چې د نړۍ نږدې پنځه لکه کارګر کار کوي، د کډوالو پر وړاندې کرکه بله موضوع ده چې د بشري حقونو ملاتړي یې اندېښمن کړي دي.

دغلته د بشري حقونو یوې فعالې ایرینا ازادي راډیو ته ویلي، د کډوالو په وړاندې شته کرکې ممکن په تاوتریخوالي واوړي.

داسې اندېښنې هم شته چې که د بې‌کارۍ کچه همداسې دوام پيدا کړي، ممکن یو شمېر کارګر د ځان د خوندیتوب لپاره ناقانونه کړنې ترسره کړي.

د (ای. او. اېم) نښان
د (ای. او. اېم) نښان

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای.او.اېم) د کډوالو پر اوسني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دې شرایطو کې کډوال تر ټولو زیات د انساني قاچاق ښکار کېږي او که بېرته هېوادونو ته ستنېږي، د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ ډېروي.

دې سازمان ویلي، د کارګرو کډوالو د کړکېچن وضعیت بېلګې کمې نه‌دي او نږدې هر هېواد کې له ورته ستونزو او ننګونو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG