د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

ټرمپ: په دریو پړاوونو کې د امریکا اقتصادي چارې بیا پیلېږي


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې په امریکا کې به کاروبار او اقتصادي چارې په دریو بېلابېلو پړاوونو کې بیا پيل شي.

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د اقتصادي چارو بیا پيل به په تدریجي بڼه وي.

هغه په امریکا کې د کاروبار او اقتصادي چارو د بیا پیل لپاره خپله درې پړاویزه طرحه اعلان کړه.

د دې طرحې له مخې د امریکا هغه ایالتونه چې د کرونا ویروس پېښې پکې کمې دي د کاروبار په مخ پرانېستل کېږي.

په دویم پړاو کې د مناسبې وضعې او بیا په وروستي پړاو کې چې ټرمپ د بیا پرانېستلو لپاره لرې وبلل هغه ایالتونه شامل دي چې وضعه یې ښه نه ده.

هغه زیاته کړه: "موږ ټول په یو وخت نه پرانېزو خو هر یو وخت یو محتاط ګام پورته کوو، والیانو ته به واک ورکړل شي چې په خپلو ایالتونو کې له وضعې سره سم اقدام وکړي، هر یو ایالت جلا دی، ټول یې ښکلي دي، په موږ ټول ګران دي خو ډېر زیات سره متفاوته دي، که هغوی غواړي چې تړلې پاتي وي موږ به اجازه ورکړو چې دا کار وکړي، که چېرته فکر کوي چې د بیا پرانېستل کېدو وخت یې دی موږ به یې ازاده پرېږدو او هم به لارښوونه ورته وکړو چې هر یو کار په چټکۍ ترسره کړي، موږ ایالتونه هڅوو چې په ګډه کار وکړي څو د سیمې په کچه خپلې هڅې سره یو موټی کړي."

ټرمپ وویل ۲۹ ایالتونو د بیا پرانېستل کېدو او پکې د کاروبار د پیل لپاره وضعیت مناسبه دی خو نیویارک، نیوجرسي او کنکتیکت له بیا پرانېستل کېدو لرې دي.

په امریکا متحده ایالتونو کې د نړۍ تر بل هر هېواده کرونا ویروس خلک زیات ځپلي.

هلته د جان هاپکنز پوهنتون د تازه شمېرو له مخې ۶۷۱ زره کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې څه باندې ۳۳ زره کسان مړه شوي.

د وضعیت د کنټرول او د ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره له څو اوونیو د امریکا ګڼ ایالتونه لاک ډون یا تړل شوي چې له امله یې لویې او وړې سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي.

د دې وضعیت په خاطر ۲۲ میلیونه امریکایان وزګاره شوي او په همدې تعداد خلکو له حکومته د مالي مرستو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر له دې ټولو سره سره بیا هم ډاډ ورکړی چې هېواد به یې یو وار بیا تر پخوا غښتلی اقتصاد پيدا کړي.

هغه په بیګاني خبري کنفرانس کې د اروپايي هېوادونو یادونه وکړه چې د ده په خبره کرونا ویروس یې اقتصاد ور مات کړی خو ویې ویل چې امریکا به خپل اقتصاد بېرته په پښو ودروي.

د نړۍ په کچه د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له یوویشت نیمو لکو اوښتی( ۲۱۵۹۴۵۰ مثبتې پېښې) له دې ډلې څه باندې ۱۴۵ زره کسان مړه شوي.

د کرونا ویروس له لومړنۍ سرچینې ووهان ښاره هم تازه زړه بوږنوونکي خبرونه خپاره شوي.

چینايي چارواکي سره له دې چې اکثرو لویديځو هېوادونو په تېره بیا امریکا، فرانسې او بریټانیا پرې د کرونا ویروس د شمېرو په برخه کې د عدم شفافیت تور لګولی نن تازه ارقام خپاره کړي.

د تازه شمېرو له مخې یواځې د چین په ووهان کې د مړو شمېر څلور نیمو زرو ته رسېدلی دی.
د تازه شمېرو له مخې یواځې د چین په ووهان کې د مړو شمېر څلور نیمو زرو ته رسېدلی دی.

په ټول چین کې څه باندې څلور زره او شپږ سوه کسان مړه شوي او د مثبتو پېښو شمېر ۸۷۷۵۳ ته رسېدلی.

د تازه شمېرو له مخې یواځې د چین په ووهان کې د مړو شمېر څلور نیمو زرو ته رسېدلی دی.

چینایي چارواکو ویلي چې اقتصاد یې د کرونا ویروس په خاطر د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تېر کال په پرتله شپږ اعشاریه اته فیصده ضربه لیدلې.

XS
SM
MD
LG