د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

د روغتیا نړیوال سازمان په اړه د ډونالد ټرمپ پرېکړې ته نړیوال غبرګونونه


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د نړۍ مشرانو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه چې د روغتیا نړیوال سازمان سره‌یې خپلې مالي مرستي ځنډولي، وغندله.

په داسې حال کې چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر د چهارشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۵» تر دوو میلیونو واوښت، اروپایې هېوادونو، روسیې، چین، ملګرو ملتونو او د نړۍ د نورو بېلابېلو هېوادونو استازو پر امریکا سخت انتقاد وکړ چې په دې بحراني وضعیت کې یې د روغتیا نړیوال سازمان سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې لیکلي: "د نورو ملامتول ګټه نه‌لري. یو له ډېرو ښو پانګونو دا ده چې ملګري ملتونه او تر ټولو دمخه د روغتیا نړیوال سازمان چې لږ تمویل شوی، د واکسینونو د ازموینو په پراختیا کې تقویت شي."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي په برخه کې په ناسم مدیریت تورن کړ او ویې‌ویل چې دغه سازمان په خپله اساسي دنده کې ناکام شو او باید ځواب ووایي.

امریکا چې د روغتیا نړیوال سازمان تر ټولو لوی تمویلوونکی هېواد ګڼل کېږي، په ۲۰۱۹ کال کې دغه سازمان ته ۴۰۰ میلیونه ډالره ورکړي چې دا د دې سازمان د بودجې ۱۵ سلنه جوړوي.

د امریکا د طبي انجمن مشر ډاکټر پاتریک هاریس د ولسمشر ټرمپ دا اقدام پر ناسم لوري یو خطرناک ګام بللی دی.

هغه وویل چې دا پرېکړه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ماتېدل نه اسانه کوي او له ولسمشر ټرمپ څخه‌یې وغوښتل چې پر خپله پرېکړه بیا غور وکړي.

د نړۍ یو تر ټولو شتمنو کسانو او د مایکروسافت شرکت له بنسټ ايښودونکو بېل ګېټس چې مؤسسه‌یې د روغتیا نړیوال سازمان دوهمه لویه تمویلوونکې ده، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په‌دې بحراني حالت کې له روغتیا نړیوال سازمان سره د مرستو ځنډول خطرناک ګام دی.

ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې که د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په اړه د چین د راپورونو په اړه تحقیق کولای، امکان‌یې وو چې د دې وبا مخه نیول شوې وی او ډېری کسان به نه‌مړه کېدل.

نورو هېوادونو هم ویلي چې د چین حکومت مخصوصاً په لومړي سر کې د دې ویروس او د هغه د خورېدو د اندازې په اړه په خپلو راپورونو کې دوه زړی وو.

د امریکا ولسمشر وایي که د روغتیا نړیوال سازمان د چین له‌خوا د دې ویروس په اړه ناسم اطلاعات خپاره کړي او دا د ده په وینا همدا کار احتمال د دې وبا د لاډېرې خورېدا لامل شو.

خو د چین چارواکو له امریکا غوښتي چې له یاد سازمان سره خپلې ژمنې عملي کړي.

ژاو لیجیان
ژاو لیجیان

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو ليجیان ویلي چې دا وبا په بحراني مرحله کې ده او د ولسمشر ټرمپ پرېکړه به پر ټولو هېوادونو اغېز وکړي.

بله‌خوا د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسؤل جوزېف بورېل وویل چې د امریکا دا اقدام د توجیه لپاره هېڅ دلیل نه‌لري.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "یوازې د ځواک د یو موټي کولو له لارې کولای شو پر دې بحران چې سرحد نه‌لري، برلاسي شو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم ویلي، اوس د دې وخت نه‌دی چې د روغتیا نړیوال سازمان یا د کومې بلې ادارې چې د کرونا ویروس سره په مبارزه بوخته ده، منابع راکمي شي.

نوموړي وویل اوس د دې وخت دی چې نړیواله ټولنه سره یو شي او همکاري وکړي څو د دې ویروس او د سختو عواقبو مخه‌یې ونیول شي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې تر ۶۰۰ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تقریباً ۲۵ زره له همدې کبله مړه شوي دي.

دې شمېرو ته په پام امریکا د هغو هېوادونو په سر کې ده چې کرونا ویروس ډېر ځپلي دي.

XS
SM
MD
LG