د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

کرونا ویروس؛ د ناټو د ننني کنفرانس د بحث یوازنۍ اجنډا ده


بروکسل کې د ناټو سازمان مرکز
بروکسل کې د ناټو سازمان مرکز

د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو سازمان اوس خپل ډېر تمرکز د کرونا له وبا سره مبارزې ته اړولی.

د دغه سازمان د غړو هېوادونو دفاع وزیران نن چهارشنبه «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۵» د وېډیو کنفرانس له لارې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لارو چارو خبرې کوي.

د دغه سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې په ننني کنفرانس کې به د 'کووېډ-۱۹' ناروغي یا کرونا ویروس د بحث یوازنۍ اجنډا وي.

ینس سټولټنبرګ وویل چې د ناټو دفاع وزیران په دې باندې بحث کوي چې څرنګه د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخه ونیول شي او څنګه یو له بل سره مرسته وکړو.

هغه د ځینو ترسره شویو کارونو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې په همدې شکل به دوام پیدا کوي.

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه: "د ناټو غړي د نړۍ له ګوټ ګوټه د هوا له لارې مهم مواد انتقالوي. د سلګونه ټنه صحي وسایلو مرسته شوې او انتقال شوي. غړي هېوادونه له یو بل سره روغتیايي تجربې او د روغتونونو په کچه امکانات او ځایونه شریکوي. په تېرو څو ورځو کې دا ځیني اقدامات شوي؛ چک جمهوریت، هنګري، هالند، ناروې، سلوینیا، ترکیې او امریکا متحده ایالاتو زموږ له نوي غړي شمالي مقدونیې د روغتیايي امکاناتو او مالي ملاتړ کړی. د ناټو د بېړنیو حالاتو مرکز له ډنمارکه ایټالیا، اسپانیا او جرمني د تنفس دستګاوې او صحي امکانات رسولي. ترکیې هم ایټالیا او اسپانیا ته تر مرستې وروسته بالکان ته صحي بستې رسولې دي."

د ناټو سازمان اکثر غړي هېوادونه د نړۍ تر بل هر هېواده اوس وخت د کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ځپلي دي.

په سر کې امریکا ده چې په‌کې څه باندې شپږ لکه کسان دې ویروس نیولي او ۲۶ زره‌یې مړه کړي دي.

امریکا کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال
امریکا کې په کرونا ویروس اخته کس روغتون ته د لېږدولو پر مهال

ایټالیا، اسپانیا، بریتانیا، فرانسه، جرمني او ځیني نور په ترتیب د ناټو هغه غړي هېوادونه دي چې هم په ویروس د اخته خلکو له پلوه په لومړیو ۱۰ هېوادونو کې راځي او هم د کرونا له لاسه د ډېرو مړینو په لحاظ.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل ناټو سازمان د دې تر څنګ چې غړي یې له کرونا ویروس سره سختې مبارزې ته دوام ورکوي په دې باندې هم پام لري چې د کرونا ویروس په اړه د غلطو معلوماتو د خپروونکو هېوادونو په وړاندې ودرېږي او مخنیوی یې وکړي.

هغه وویل چې د ناټو په بهرنیو مأموریتونو کې د ناټو د عسکرو او منسوبینو د خوندي ساتلو اقدامات شوي او دا مأموریتونه به له ننګونو سره سره په مخ یوړل شي.

سټولټنبرګ ویلي چې د کرونا ویروس له ننګونو سره سره به په افغانستان او ځینو نورو ځایونو کې د ناټو مأموریت او عملیات دوام لري.

ارشیف، افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه
ارشیف، افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه

دی زیاتوي: " د ناټو د ټولو مأموریتونو او عملیاتو په برخه کې موږ ځیني مخنیوونکي یا پیشګیرانه اقدامات کړي څو زموږ منسوبینو او عسکرو ته خطر تر ټولو ټیټې کچې ته راوستل شي، خو موږ د کرونا ویروس له امله د شته ننګونو با وجود خپلو مأموریتونو او عملیاتو ته دوام ورکوو. او دا هغه څه دي چې موږ یې ترسره کوو. په افغانستان کې زموږ مأموریت روان دی. په کوسوو کې زموږ مأموریت روان دی او مخنیوونکي اقدامات شوي. مأموریتونه په خپل ځای پاتې دي."

ناټو سازمان د امریکايي پوځیانو په شمول په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې ۱۶ نیم زره عسکر لري.

له دې ډلې د مارچ په ۲۴مه د څلورو منسوبینو د کرونا ویروس معاینه مثبته راوتلې وه او په یوه اعلامیه کې دا یادونه هم شوې وه چې د غوڅ ملاتړ مأموریت ۳۸ نور عسکر والګی لري چې د کرونا ویروس یوه نښه ده او په قرنطین کې دي او درملنه‌یې روانه ده.

دې مأموریت تازه کومې شمېرې نه‌دي خپرې کړي، خو ټینګار یې کړی چې د غوڅ ملاتړ مأموریت عسکر له خپلو افغان ملګرو سره د کرونا ویروس په وړاندې په مبارزه کې همکاري کوي.

د بېلګې په توګه دوی همدا دوشنبه خبر ورکړ چې له افغان پوځیانو سره‌یې د صحي وسایلو، موادو او عفونت ضد اوبلن موادو مرسته کړې او په دې برخه کې به لا زیاته همکاري دوام لري.

XS
SM
MD
LG