د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

ډونالد ټرمپ: روغتیا نړیوال سازمان ته مرسته دروم، باید حساب ورسره وشي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي چې خپلې ادارې ته‌یې لارښوونه کړې هغه پیسې چې نړیوال روغتیایي سازمان ته‌یې ورکوي، ودروي.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۴» په سپينه ماڼۍ کې وویل چې د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په خپل اساسي کار کې پاتې راغلی دی، نو باید حساب ورسره وشي.

ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "نن زه خپلې ادارې ته لارښوونه کوم چې هغه پیسې ودروي چې د روغتیا نړیوال سازمان ته‌یې ورکوو او د کرونا ویروس د خپرېدو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان د نقش او یو مخ ناسم مدیریت ارزونه روانه ده."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې له دوو تر درېیو میاشتو پورې د (ډبلیو اېچ او) د ارزونې لپاره په‌کار دي.

ولسمشر ټرمپ د ملګرو ملتونو مربوط دغه سازمان تورن کړ چې هغه حقیقت‌یې بیان نه‌کړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو په مرکز ووهان کې و. د امریکا ولسمشر په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان د چین په پلویتوب تورن کړ.

د امریکا ولسمشر وویل، د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس په برخه کې ناسم معلومات خپاره کړي دي او له چین څخه‌یې متحده ایالاتو ته د امریکایي مسافرو له تګ سره د کرونا ویروس د خپرېدو په پيل کې مخالفت کړی و.

یوه ورځ وروسته تر دې چې د امریکا ولسمشر پر هغو کسانو چې له چین څخه متحده ایالاتو ته ځي د یو لړ محدودیتونو د لګولو اعلان کړی و د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره پر هغو سفرونو چې پر سوداګرۍ او نړیوالو مسافرینو اغېز کوي، بندیزونه ګټه نه‌کوي.

د چین ووهان ښار له قرنطین وروسته
د چین ووهان ښار له قرنطین وروسته

د امریکا ولسمشر په ورته وخت کې پر ملګرو ملتونو نیوکه وکړه او ویې‌ویل چې ملګرو ملتونو د کرونا ویروس په برخه کې د چین د ناسمو اطلاعاتو ستاینه کړې او احتمالاً له دې سره دا ویروس په نړۍ کې په پراخه کچه خپور شو.

بل لور ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وویل چې اوس د دې وخت نه‌دی چې د روغتیا نړیوال سازمان منابع یا د بل هر بشري سازمان امکانات ورکم کړو چې له کرونا ویروس سره په مبارزه بوخت دي.

انتونیو ګوترش وویل چې اوس د نړیوالې ټولنې د یووالي وخت دی چې په ګډه په همغږۍ کار وکړي چې د دې وژونکي او اخیستونکي ویروس مخه ونیول شي او د دې د ناوړه پایلو مخنیوی وشي.

(ښی) د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
(ښی) د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس مخکې د دې سازمان دفاع کړې وه او هیله‌یې څرګنده کړې وه چې نړیوال دغه مؤسسه تمویل کړي.

د امریکا (دې هېل) ورځپاڼې په استناد واشنګټن د راتلونکي میلادي کال لپاره د روغتیا نړیوال سازمان ته د ۵۸ میلیونه ډالرو د ورکړې ژمنه کړې وه، خو تېر کال دا بودجه ۱۲۲ میلیونه ډالره وه.

جانز هاپکنز پوهنتون پرون په یوه ورځ د امریکا په متحده ایالاتو کې تر بلې هرې ورځې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د ډېرو قربانیانو خبر ورکړ، د اپرېل په ۱۴مه په ۲۴ ساعتونو کې په متحده ایالاتو کې کرونا ویروس د ۲۲۲۸ انسانانو ژوند واخیست او په دغه هېواد کې اوس په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر شپږ لکه اوښتی دی، د تلفاتو شمېر یې هم تر نورو ټولو هېوادونو لوړ دی، څه باندې ۲۵ زره ۷۰۰ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG