د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د کرونا ویروس له امله قرنطین؛ سوریه کې یوه مېرمن خلکو ته نڅا ښيي


ارشیف
ارشیف

د نړۍ څه باندې نیمایي وګړي د کرونا ویروس له امله په خپلو کورونو کې ایسار دي.

۳۵ کلنه آلین سروجي د سوریې د پلازمینې دمشق په یوه څنډه کې خپلو شاګردانو ته نڅا ور زده کوي.

آلین د سالسا روزونکې ده.

سالسا د لاتینې امریکا مشهوره نڅا ده چې په نړۍ کې ګڼ مینه وال لري.

سالسا په کلبونو، محافلو، رستورانتو، سر لوڅو ځایونو او فیسټیوالونو کې د ښځو او نارینه و له خوا جوړه يي ترسره کیږي.

سالسا د موزونو، چټکو او تُندو حرکاتو خاصه نڅا ده.

د لاسونو، پښو او ملا چټک تاوول او د توازن ساتل په اسانۍ نه زده کېږي.

خلک د دې نڅا د زده کولو لپاره کورسونه نیسي او زیار باسي.

له دې چې د نړۍ څه باندې نیمايي خلک د کرونا ویروس په خاطر په کورونو کې ایسار دي د نڅا مینه وال هم اړ دي چې انلاین کورسونه ونیسي.

آلین خپلو شاګردانو ته نڅاوې ریکارډوي او بیا یې ورلېږي څو د سالسا سټیپونه هېر نه کړي.

هغه زیاتوي: "شاګردانو ته ور زده کوو چې څنګه په خپله نڅا وکړي، څنګه ځینې ګامونه واخلي او له موسیقۍ سره رابطه برقراره کړي، له دې لارې هر یو پرمختګ کوي، په خپله نڅا زده کوي او له ځانه فیلم ډکوي."

آلین وایي ښايي شاګردان یې کله چې وضعه ښه شي او بېرته د نڅا صنف ته ورشي د جوړه يي نڅا په برخه کې ستونزې ولري.

د دې په خبره شاګردان یې اکثر یواځې وي او مجبوره دي د نڅا سټیپونه چې تر ډېره جوړو ته دي یواځې ترسره کړي.

فلمي ستوري، سندرغاړي، ورزشکاران، د یوګا روزونکي، د نڅا روزونکي او هنرمندان د کرونا ویروس له امله په کورونو کې پاتې دي او په ټولیزو رسنیو باندې خپلې ویډیوګانې خپروي.

دغو ویډیوګانو په دې ورځو کې تر پخوا هغو ډېر کش پيدا کړی او ګڼ مینه وال یې ور جلب کړي دي.

آلین هم وایي چې د نڅا د روزنې انلاین او ریکارډ شوې ویډیوګانې یې د ګڼو خلکو له خوا لیدل کیږي او خلک یې تشویقوي.

XS
SM
MD
LG