د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

ځیني اروپايي هېوادونو کې لګول شوي بندیزونه نرمېږي


آرشیف
آرشیف

د قرنطین له څو اوونۍ اقتصادي او ټولنیز فشار وروسته، یو شمېر اروپايي هېوادونه د محدودیتونو د کمولو لپاره احتیاطي ګامونه اخلي.

دا مهال په اروپا د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر نژدې سل زره کسانو ته رسېدلی دی.

یو شمېر نورو وړو اروپايي هېوداونو هم د کرونا ویروس له کبله د بندیزونو کمېدو ته مخه کړې ده.

جرمني نن په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګولي قرنطین د ځینو محدویتونو کمول پیلوي او وړو او متوسطو مغازو ته د پرانېستو اجازه ورکوي.

خو د خلکو ترمنځ د یو بل څخه د واټن ساتل او په ځینو ایالتونو کې په عامه ټرانسپورټ او دوکانونه کې د ماسک د کارولو محدویت به دوام ولري.

آلمان
آلمان

همدارنګه به د جرمني په ځینو ایالتونو کې د ښوونځیو او زده کونکو ازموینې په تدریجي توګه پیل شي.

په جرمني کې تر اوسه په کرونا ویروس د ۱۴۲۳۰۰ کسانو اخته کېدل تائید شوي چې له دې ډلې ۴۴۱۵ مړه شوي.

د مړینو دا کچه د یو شمېرو نورو اروپايي هېوادونو لکه اسپانیا، ایټالیا، فرانسې او بریتانیا پرتله کمه ده چېرې چې د کرونا ویروس له کبله د مړینو کچه لوړه ده.

ویل کېږي په جرمني کې په خلکو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د ځنځیرې کړیو دقیق تعقیب، په پراخه توګه د کرونا ټېسټونه او پیاوړی روغتیايي سیستم د دې سبب شوي چې په دې هېواد کې د مړینو کچه د نورو اروپايي هېوادونه په پرتله راکمه کړي.

پر دې سربېره د دې هېواد د روغتیا وزیر د محدودیتونو تر کمولو مخکې ویلي، د خلکو ترمنځ له یو بل څخه د ټولنیز واټن ساتل به ښايي د څو میاشتو لپاره دوام وکړي تر هغې چې واکسین نه وي جوړ شوی.

جرمني کې د مړینې کچه د یو شمېرو نورو اروپايي هېوادونو لکه اسپانیا، ایټالیا، فرانسې او بریتانیا پرتله کمه ده.
جرمني کې د مړینې کچه د یو شمېرو نورو اروپايي هېوادونو لکه اسپانیا، ایټالیا، فرانسې او بریتانیا پرتله کمه ده.

د برلین دا پلان به چې خپل اقتصاد او ټولنیز ژوند بيرته پرانيزي، له نژدې څارل کيږي څو وکتل شي، چې د یو بل څخه د واټن ساتلو، د یو بل سره د تماس تعقیب او د قرنطین دا ترکیب د کرونا ویروس د چټک خپريدونو او زیاتيدونکو مړینو چې په نورو اروپايي هيوادونو کې لیدل شوي مخه نیولی شي او کنه.

د اروپا په یو شمېر نورو وړو هيوادونو لکه سویس، ډنمارک او فنلنډ هم د دوکانونو او ښوونځیو پرانيستل پیل کړي.

په بیلجیم، یونان او پورتګال کې چارواکو ویلي، دوی په یو داسې پلان کار کوي چې تر مې میاشتې پورې کاروبارونه بيرته پرانيزي.

په چک جمهوریت کې هم واړه دوکانونه او مغازې پرانيستل شوي دي.

په داسې حال کې چې په اروپا کې په عمومي اقتصادي وده کې د کمي تمه کېږي او بیکاري ښايي په دې کال کې دوه برابره شي، هېوادونه هڅه کوي چې د عامې روغتیا او اقتصاد تر منځ یو توازن رامنځ ته کړي.

په اسپانیا، ایټالیا، بریتانیا او فرانسه کې د کرونا ویروس له کبله د اروپا تر ټولو زیاتې مړینې ثبت شوې.

په اروپا کې پر دې ویرس د ۹۷۰۰۰ ثبت شویو مړینو شا و خوا ۷۷۰۰۰ په همدې هېوادونو کې دي.

خو اوس په دې هېوادونو کې هم د کرونا له کبله مړینې په کمېدو دي، یا لږ تر لږه د زیاتېدو په حال کې نه دي.

اسپانیا وروسته له هغې چې تېره اوونۍ یې ځینو کارګرانو ته اجازه ورکړه چې دندو ته ستانه شي، ویلي ماشومانو ته به د اپریل له ۲۷ مې اجازه ورکړي چې له کورنو ووځي.

په ایټالیا کې هم حکومت په داسې حال کې چې روم د سیمه ییزو ادارو تر فشار لاندې دی، د یو شمېر وړو دکانونو پرانېستل پیل کړي دي.

فرانسه د مې له ۱۱ مې نېټې د قرنطین محددویتونه کموي.
فرانسه د مې له ۱۱ مې نېټې د قرنطین محددویتونه کموي.

د فرانسې صدراعظم د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې "باید له ویروس سره ژوند کول زده کړي" دا هېواد هم د مې له ۱۱ مې نېټې د قرنطین محددویتونه کموي.

د فرانسې صدراعظم ایډوارډ فیلیپ وویل: "زموږ ژوند به د مې له ۱۱مې نېټې وروسته هسې نه وي چې و، او ښايي دا تر ډېر وخت دوام وکړي."

په امریکا کې هم د کاروبارونو د بیا پرانیستو لپاره په ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایالتي والیانو فشارونه زیات شوي دي.

د شنبې او یکشنبې په ورځو په زرګونو محافظه کارانو په څو ایالتونو کې لاریونونه وکړل او په کور کې د پاتي کېدو پر اوامرو او زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو یې اعتراضونه وکړل.

ولسمشر ټرمپ ویلي خلک غواړي چې بېرته کار ته ولاړ شي.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د اپریل له ۱۱مې نېټې د کرونا ویروس له کبله د مړینو شمېر دوه برابره شوی او د یکشنبې تر ورځې پورې تر ۴۰ زرو واوښت.

بل خوا د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیډروس ادهانوم ګیبریوسس د یکشنبې په ورځ د نړۍ د ۲۰ پیاوړي اقتصاد لرونکو هېوادونو د روغتیا وزیرانو سره په یو انلاین غونډه کې د یو شمېر هېوادونو پر هغو پلانونو خوښي څرګنده کړه چې کاروبارونه په تدریجي توګه پرانېزي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیډروس ادهانوم ګیبریوسس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیډروس ادهانوم ګیبریوسس

خو هغه ټینګار وکړ چې حکومتونه باید د دې ویروس سره د مبارزې پر لارو چارو خپل خلک وروزي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG