د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

اروپايي ټولنه د کرونا ویروس له کبله د محدودیتونو لیرې کولو تګلاره پېشنهادوي


ارشیف، د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو مشران
ارشیف، د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو مشران

د اروپايي ټولنې اجرائیه مشران نن د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو د تدریجي لیرې کولو یوه تګلاره پېشنهادوي.

له دې سره به د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې ورځني فعالیتونه چې د کرونا ویروس له کبله ټکني شوي وو، عادي حالت ته راوګرځي.

د اروپا په زیاتو برخو کې د موجوده محدودیتونو د لیرې کولو لپاره به دغه پلان ګډ معیارونه پېشنهاد کړي، خو د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته لازم‌الاجرا نه‌دي.

د اروپايي ټولنې هر غړی هېواد به پرېکړه کوي چې د لګول شویو محدودیتونو کمولو ته څنګه او کله اقدام کوي.

په پام کې وه دغه لارښود تېره اوونۍ معرفي شي، خو د اروپايي ټولنې ځینو غړو هېوادونو اندېښنه درلوده چې د قرنطین او محدودیتونو د کمولو پیلول به ډېر وختي وي.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو نقشه
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو نقشه

د دې لارښود د مسودې له مخې، د پېشنهاد مرکزي ټکي به دا وي چې د څو میاشتو په جریان کې دې کوچني او په شدت کنټرول شوي اقدامات وشي.

د پېشنهاد له مخې باید دوه شرایط پر ځای شي، لومړی؛ د کرونا ویروس د پام وړ کمېدل او دوهم؛ په کافي اندازه د روغتونونو او جدي څارنې د بسترونو لرل.

د اتریش او اسپانیا په ګډون چې کرونا ویروس سخت ځپلي د اروپايي ټولنې ځینو غړو هېوادونو له وړاندې د محدودیتونو لیرې کول پیل کړي دي.

د روغتيا نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ وویل، په ځینو هېوادونو لکه ایټالیا او اسپانیا کې په کرونا وایروس د خلکو د اخته کېدو تازه پېښې په کمېدو دي، خو په بریتانیا او ترکیه کې دا ویروس زیات په خپرېدو دی.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان کړی چې اوسني لګول شوي محدودیتونه به د مې میاشتې تر ۱۱مې روان وي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون

بل‌خوا په پام کې ده د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل نن چهارشنبه د دغه هېواد د ۱۶ فډرال ایالتونو له مشرانو سره وګوري چې په جرمني کې له قرنطین او نورو محدودیتونو د راوتلو پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي.

تمه ده په دې کتنه کې به یوه عمده پرېکړه په دې اړه کېږي چې ماشومان به کله ښوونځیو یا د ماشومانو د څارنې مرکزونو ته د تګ اجازه ولري.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

انګلا مېرکل او د ۱۶ ایالتونو مشرانو د مارچ پر ۲۲مه د خلکو پر ګرځېدو راګرځېدو د پراخو محدودیتونو لګولو پرېکړه وکړه چې تقریباً دوه اوونۍ یې دوام وکړ، خو دا محدودیتونه وروسته د اپرېل میاشتې تر ۱۹مې تمدید کړای شول.

XS
SM
MD
LG