د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

اروپايي ټولنې عادي حالت ته د ګرځېدو تګلاره وړاندې کړه


د اروپا ټولنې بیرغونه
د اروپا ټولنې بیرغونه

د اروپایې ټولني اجرائیه څانګې د یوه تګلارې په وړاندې کولو د دې ټولنې ټولو هېوادونو ته وړاندیز کوي چې په تدریجې ډول د کرونا ویروس له کبله ټاکل شوي محدودیتونه کم کړي او نورمال حالت ته راوګرځي.

دغه پلان چې د اپرېل پر ۱۵مه د اروپایي کمېسیون له‌خوا وړاندې شوی، د اروپا په ډېرو هېوادونو کې د قرنطین د تدریجي لیرې کولو لپاره د روغتونونو د ظرفیت په څېر د عامو معیارونو وړاندیز کړی دی، خو وایي دا پلان د دې ټولنې د ټولو غړو هېوادونو لپاره جبري نه‌دی.

دغه ټولنه وایي هر هېواد کولای شي پرېکړه وکړي چې څنګه او کله د محدودیتونو د کمولو اقدامات وکړي.

د دې وړاندیز یو له اساسي موادو دا ده چې په څو میاشتو کې کوچني او ډېر کنټرول شوي ګامونه واخیستل شي.

د اتریش او اسپانیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د دغو محدودیتونو کمول له وړاندي پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG