د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

نړیوال بانک ولسمشر غني ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړ


ارشیف، د نړیوال بانک مرکزي دفتر
ارشیف، د نړیوال بانک مرکزي دفتر

نړیوال بانک د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې او هم نورو پراختیایي پروګرامونو په برخه کې له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۳» پر ټویټر لیکلي چې د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر ولسمشر اشرف غني ته په یوه استولي لیک کې دا خبره کړې ده.

د ښاغلي صدیقي په خبره په دې لیک کې افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړل شوی چې یاد بانک به له 'کووېډ-۱۹' سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ترڅنګ وي او هم به د دغه هېواد د اوږد مهاله پراخیتایي پروګرامونو ملاتړ کوي.

نړیوال بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس د مبارزې په هدف د ۱۰۰،۴ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه چې د دې هېواد د مالیې وزات د معلوماتو له مخې د دې مرستې لومړنۍ برخه چې ۲۰ میلیونه ډالره کېږي افغانستان ته انتقال شوه.

د مالیې وزارت وایي دا مرستې د کرونا ویروس سره د مبارزې او په افغانستان کې د روغتیایي برخې د ښه کېدو په هدف مصرفېږي.

XS
SM
MD
LG