د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

پکتیا کې د زون په کچه د کرونا ویروس تشخیصیه لابراتوار فعال شو


پکتیا لابراتوار
پکتیا لابراتوار

په پکتیا کې د زون په کچه د کرونا تشخیصیه لابراتوار فعال شو.

وروسته له هغې چې په پکتیا کې د کرونا د ناروغۍ مثتبې پېښې مخ پر زیاتېدو شوې، ورسره سم د دې ولایت اوسېدونکو د دې ناروغۍ په وړاندې د ځانګړي روغتون او لابراتوار د جوړېدو غوښتنه وکړه.

تازه د چهارشنبې په ورځ په پکتیا کې د کرونا د ناروغۍ د معایناتو لپاره تشخیصیه لابراتوار پرانیستل شو چې د مسؤلینو په وینا په یوه وخت کې د ۷۰ نمونو د معاینه کولو توان لري او په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ نمونې معاینه کولای شي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه ریاست رئیس داکتر عاشق خان سعادتي د یاد لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې وویل: "په دې ولایت کې تر اوسه ۱۴۷ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له جملې یې ۱۷ مثبتې دي او درې تنه له دې ناروغۍ بېرته ښه شوي دي."

په ورته مهال په پکتیا کې د 'ای. سي. یو' یا وخیمو ناروغانو لپاره د یوې درې پوړیزې ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې چارې به‌یې په یوه نیم کال بشپړې شي او ټولټال پرې نږدې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوزاي د دې ودانۍ د پرانیستې پر مهال وویل: "په پکتیا کې د کرونا د ناروغۍ لپاره د تشخیصیه لابراتوار پرانیسته په داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د دې ولایت اوسېدونکو او یو شمېر مدني فعالانو نیوکه درلوده چې د کرونا په ویروس مشکوک پېژندل شوي سمپل په ورځو، ورځو په مرکزي لابراتوار کې ځنډېږي او په وینا یې اوس به دلته د پکتیا، پکتیکا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو مشکوک معاینات په وخت ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG