د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۲

اوچا: بشري مرستو ته د افغانانو لاسرسی محدود شوی


ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي په تېرو درېیو میاشتو کې بشري مرستو ته لاسرسی محدود شوی دی.

دغې ادارې یا (OCHA) په خپل درې میاشتني راپور کې هغه پېښې یا واقعات پرتله کړي چې په افغانستان کې یې اړو خلکو ته د بشري مرستو رسېدل، اغېزمن کړي دي.

اوچا وايي، د ۲۰۲۰م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۳ داسې پېښې شوي چې بشري مرستو ته لاسرسی یې محدود کړی، حال دا چې د ۲۰۱۹م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې دا ډول پېښې ۱۱۳ وې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي یوازې ۷۹ پېښې په تېره مارچ میاشت کې ثبت شوي چې دې ادارې یې علت په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د محدودیتونو لګول ښوولي دي.

په افغانستان کې د قرنطین او محدودیتونو تر لګول کېدو وروسته د بشري مرستندویو ادارو د کارکوونکو تګ راتګ هم اغېزمن شوی دی.

په افغانستان کې ګڼ کسان چې ورځني کارونه کوي، شکایت لري چې د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو ته حیران دي او د حکومت له‌خوا هم کومه مرسته نه‌ده شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د درې میاشتني راپور په حواله، د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ او فبرورۍ کې هم هغه پېښې زیاتې وې چې د بشري مرستو د رسونې چارې یې ټکنۍ کړې وې.

اوچا یې علت د مرستندویو ادارو په چارو کې د نورو لاسوهنه او په ځینو ولایتونو کې د درنو اورښتونو له کبله د لارو بندېدل بللي دی.

په ځینو دغو پېښو کې ځیني نفوذ لرونکي کسان، افغان او بهرني ځواکونه دخیل بلل شوي چې د بشري مرستو د رسونې د محدودېدو سبب شوي دي.

تر دې مخکې هم د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د محلي چارواکو، زورواکو او نورو بانفوذه کړیو له‌خوا د بشري مرستو د رسونې په وړاندې د خنډونو جوړولو راپورونه ورکول شوي دي.

په افغانستان کې ورځ په ورځ په کرونا ویروس د نویو کسانو د اخته کېدو راپورونه ورکول کېږي او ولسي افغانان غوښتنه لري چې په دې کړکېچن وضعیت کې دې له دوی سره بشري مرستې زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG