د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

په افغانستان کې او په نړیواله کچه د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره هڅې


ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې به ټول ښوونځي، پوهنتونونه او نور دولتي او شخصي تعليمي مرکزونه د نوي کال د حمل میاشتې تر پایه تړلي وي.

د افغانستان په سړو سیمو کې تعلیمي کال د حمل میاشتې په لومړیو ورځو کې پيلېږي.

خو د افغانستان حکومت پرون د مارچ په ۱۴مه، اعلان وکړ چې دا پرېکړه‌یې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کړې ده.

په افغانستان کې تر پرون ماښامه د کرونا وایروس ۱۱ مثبتې پېښې تأیید شوې وې.

د راپورونو په حواله، په هرات کې ۵ په سمنګان کې ۳ په کاپيسا، پروان او بلخ کې هم یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

هره ورځ په اوسط ډول ۸ زره افغانان له ایرانه پر پوله را تېرېږي.
هره ورځ په اوسط ډول ۸ زره افغانان له ایرانه پر پوله را تېرېږي.

د چارواکو په وینا په کرونا وایروس ټول اخته کسان هغه افغانان دي چې له ایرانه په وروستیو کې افغانستان ته راستانه شوي دي.

له ایران سره د هرات سرحد لا هم د خلکو د راتګ لپاره پرانیستی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ ادارې، اوچا ویلي چې هره ورځ په اوسط ډول ۸ زره افغانان له ایرانه پر پوله راتېرېږي.

راپورونه وايي چې دا وګړي اکثر پرته له دې چې له ایران سره پر ګډه پوله معاینه شي، افغانستان ته راتېرېږي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته‌یې استولې، ویلي چې کابل، غور، هرات او نیمروز تر ډېر خطر لاندې دي ځکه ډېر هغه افغانان چې له ایرانه راستنېږي، همدې سیمو ته راځي.

له بله پلوه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د وېډیو کنفرانس له لارې د یو شمېر ولایتونو له والیانو سره پر دې خبرې وکړې چې څرنګه د کرونا وایروس د خپرېدو ښه مخنیوی وشي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د هرات، سمنګان، بلخ او کاپيسا له والیانو سره غږېدلی او هغوی ته‌یې سپارښتنه کړې چې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخینوي لپاره جدي عمل وکړي.

کرونا وایروس په ډسمبر میاشت کې د چین له ووهان ښاره راپيدا شو.

له چینه بهر په ټوله نړۍ کې ایران د دې وایروس له امله ډېر ځپل شوی بلل کېږي.

راپورونه وايي چې یوازې پرون په ایران کې ۹۷ کسان په دې وژونکي وایروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي. په ایران کې د مړو شمېر ۶۱۱ ته لوړ شوی دی.

په ایران کې د مړو شمېر ۶۱۱ ته لوړ شوی دی.
په ایران کې د مړو شمېر ۶۱۱ ته لوړ شوی دی.

خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په اروپا کې وضعیت د ایران په پرتله د ډېرې اندېښنې وړ دی.

ایټالیا اوس په اروپا کې د کرونا وایروس د خپرېدو په مرکز بدله شوې ده.

په بلجیم کې حکومت امر کړی چې ټول رسټورانټونه، ښوونځي، سینماوې، موزیمونه او د اروپايي ټولنې ټولې ادارې تړلې پاتې شي.

په جرمني کې هم نږدې ۳۰۰۰ کسان په دې وایروس اخته ګڼل شوي او ۵ تنه له دې امله مړه شوي دي.

په بریتانیا کې له دې امله د تلفاتو شمېر له ۲۰ اوښتی دی.

خو په ايټالیا کې وضعیت د نورو اروپايي هېوادونو په پرتله ډېر خراب دی.

په ايټالیا کې تر ۴۰۰ زیات وګړي په کرونا وایروس مړه شوي دي.

په ايټالیا کې تر ۴۰۰ زیات وګړي په کرونا وایروس مړه شوي دي.
په ايټالیا کې تر ۴۰۰ زیات وګړي په کرونا وایروس مړه شوي دي.

په دې هېواد کې ټولو خلکو ته سپارښتنه شوې چې له کورونو دې نه‌راوځي او په قرنطین کې دې پاتې شي.

خو خلک د وخت د ښه تېرولو هڅې کوي.

د ایټالیا له یو شمېر ښارونو د خلکو د سندرو اوازونه خپرېږي.

په روم کې پرون یو شمېر خلک د کورونو برنډو (بالکن) ته راوتلي وو، سندرې یې بللې.

په امریکا کې هم د وایروس د خپرېدو له امله وېره ورځ په ورځ زیاتېږي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ اضطراري حالت اعلان کړی دی.

هغه همداراز د کرونا وایروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره ۵۰ میلیارد ډالر ځانګړي کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د کانګرس استازو مجلس یوه نوې لایحه تصویب کړه چې ټولو امریکایانو ته اجازه ورکوي چې د کرونا وایروس وړیا ټست یا معاینه وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر هم ځان د کرونا وایروس لپاره معاینه کړی خو تر بېګا شپې یې د معاینې نتیجه نه‌وه معلومه شوې.

XS
SM
MD
LG