د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۵

ارګ له کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره د مودي د وړاندیز هرکلی وکړ


د هند د صدراعظم نریندر مودي
د هند د صدراعظم نریندر مودي

افغانستان د هند د صدراعظم د هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې د سویلي اسیا د همکارۍ ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د کرونا وایروس پر ضد د ګډې سټراټیژۍ د جوړېدو غوښتنه کوي.

افغانستان د سارک د غړیو هېوادونو په منځ کې د کرونا وایروس پر ضد د ګډې سټراټیژۍ پر جوړولو د خبرو لپاره د هند د صدراعظم نریندر مودي د وړاندیز هرکلی وکړ.

د هند صدراعظم مودي د کرونا وایروس پر ضد د سارک ټولنې د غړیو هېوادونو د ګډې سټراټیژۍ د جوړېدو وړاندیز وکړ.

سارک یا د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ ټولنه د افغانستان په شمول ۸ غړي لري.

مودي د سارک پر غړیو غږ وکړ چې له ځانه د نورې نړۍ لپاره یو مثال جوړ کړي.

ده د سارک له غړیو وغوښتل چې د ویډیو کنفرانس له لارې د کرونا وایروس پر ضد، چې تر اوسه یې په نړۍ کې نژدې ۵ نیم زره کسان مړه کړي، د قوي سټراټیژۍ د جوړولو لپاره سلامشوره وکړي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د ښاغلي مودي د وړاندیز د هرکلي په ترڅ کې وویل: "د افغانستان حکومت د هند د لومړي وزیر د دې اعلان هرکلی کوي چې د سارک هيوادونه له کرونا سره ګډې مبارزې ته رابولي، د افغانستان حکومت هر ډول همکارۍ ته ځان چمتو بولي."

د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال

د مودي وړاندیز ته د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا، د مالدیپ ولسمشرابراهیم محمد سولې، د نیپال صدراعظم کې پي شرما اولي، د بوټان صدراعظم لوتې شیرینګ، او د بنګله دېش صدراعظمې شیخ حسینې هم هرکلی ویلی دی.

د هند سخت سیال هېواد، پاکستان تېره شپه ناوخته د مودي وړاندیز ته ځواب ووایه.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقي وویل، د کرونا وایروس خطر د سیمې او نړۍ په کچه همغږو هڅو ته اړتیا لري.

دې همداراز ویلي: "موږ د روغتیا په برخه کې د پاکستان د صدراعظم له ځانګړي مرستیال سره خبرې کړي چې د سارک د غړیو هېوادونو په ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړي او پر دې موضوع خبرې وکړي."

له کله چې هند په پاکستان کې د سارک ټولنې سرمشریزه بایکاټ کړې وه، دا ټولنه تر ډېره غیرفعاله شوې وه خو د مودي تازه وړاندیز کېدای شي د سارک د غړیو په منځ کې همکارۍ زیاتې کړي.

افغانستان، هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بوټان، بنګله دېش، نیپال او مالدیپ د سارک غړي هېوادونه دي.

د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د کرونا وایروس خپرېدا نړیواله وبا یا پنډیمیک اعلان کړه.

اوس دا وایروس، چې د ډېسېمبر په میاشت کې د چین د اوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شو، د نړۍ ۱۲۰ هېوادونو او سیمو ته خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG