د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱،۳۳۰ ته ورسېد


په کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار
په کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۹۵ تازه پېښې ثبت شوي.

د دې وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي چې د تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد.

دا لومړی لوړ شمېر دی چې په ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ثبت کېږي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په کندهار کې ۵۳، په کابل کې ۱۱، په ننګرهار کې ۱۰، پنجشېر کې ۵، په هرات کې ۳، غزني، فراه، پروان، دایکنډي، لغمان او نیمروز ولایتونو کې یوه یوه پېښه ثبت شوي.

په دې سره هم‌مهاله د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، سر له نن ورځې (جمعه) په پلازمېنه کابل کې یو ځل بیا سخت ګر‌ځ‌بندیز عملي شوی او هېڅ‌چا ته په ښار کې د ګرځېدو او بازارونو ته د تلو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني ازادي راډيو ته د جمعې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۰۵» وویل چې د غیر ضروري وتلو لپاره له کور څخه بل هېڅ پلمه نه‌ده پاتې.

اغلې امیني زیاتوي: "د کورنیو چارو وزارت د هغه نوملړ پرته چې له هېوادوالو سره‌یې شریک کړی نن په ټول کابل کې کرځ‌بندیز په جدي توګه عملي کړ، د کابل ټولې لارې تر جدي څارنې لاندې وې او د خلکو له تک راتګ څخه مخنیوی وشو، له هېوادوالو څخه د مرستې او حوصله‌مندۍ غوښتونکي یو."

نن جمعه د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

د کابل ښار اوسېدونکو ته پرون اجازه ورکړل شوه چې بازارونو ته ولاړ شي او د روژې مبارکې له پیل څخه مخکې د اړتیا وړ شیان وپېري.

خو د دې میاشتې په لومړۍ ورځ چې ګرځ‌بندیز هم دی خلک شکایت کوي چې له یوې خوا د حکومت له لوري مرستې مستحقو کسانو ته نه‌رسېږي او له بلې خوا په بازارونو کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار دوه تنه اوسېدونکي وايي: "زه نن کابل ښار ته راوتی یم، مجبوره یم څه وکړم، ۲۰۰ روپۍ لرم په دې پیسو ماته هېڅ‌څوک څه نه‌راکوي، بله خبره دا ده چې قرنطین دی په دې قرنطین کې هېڅ‌څوک د غریبانو پوښتنه نه‌کوي."

کابل ښار د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د ګرځ‌بندیز پر مهال
کابل ښار د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د ګرځ‌بندیز پر مهال

"زه په کابل ښار کې ټکسي چلوم، قرنطین موږ له زیاتو ستونزو سره مخ کړي یو، خو چاره نه‌شته څه وکړو."

د افغانستان حکومت په هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په مقصد نږدې یوه میاشت مخکې د کابل ښار د قرنطین کولو پلان عملي کړ. له ضروري حالاتو پرته پر تګ راتګ بندیز، د ښوونځیو، پوهنتونونو او د ملکي خدماتو د ډېری ادارو رخصتول په دې پلان کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې تر دا مهاله په هېواد کې د کرونا ویروس له امله ۴۳ کسه مړه شوي او ۱۸۸ بېرته خپله روغتیا ترلاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG