د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

پنجشېر کې د کرونا ویروس ۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې


د کرونا ويروس د تشخيص ټيوب
د کرونا ويروس د تشخيص ټيوب

په پنجشېر کې د کرونا ویروس ۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د پنجشېر د والي ویاند، منصور عنابي نن د اپرېل ۲۴مه، ازادي راډیو ته وویل چې په ابشار، رخه او حصه اول ولسوالیو کې درې ښځې او دوه سړي تازه په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي دي.

عنابي ویلي چې دا کسان له کابله پنجشېر ته ورغلي وو.

پنځه واړه ناروغان د هغوی په کورونو کې قرنطین شوي او اجازه نه‌لري چې له نورو کسانو سره نږدې شي.

په پنجشېر کې پرون هم د کرونا ویروس ۲ پېښې ثبت شوې وې چې له نننیو سره‌يې شمېر ۷ ته لوړ شو.

XS
SM
MD
LG