د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د تاجکستان ولسمشر: بزګران دې روژنه نه‌نیسي


په تاجکستان کې یو شمېر بزګران
په تاجکستان کې یو شمېر بزګران

د تاجکستان ولسمشر د خپل هېواد له بزګرانو غوښتي دي چې روژه ونه‌نیسي.

امام علي رحمان پرون په یوه پيغام کې وویل، هغه کسان چې روژه نیسي هغوی د اخیستونکو ناروغیو له خطر سره ډېر مخامخېږي.

ښاغلي رحمان له بزګرانو وغوښتل چې د ځانونو او د کورنیو د ژغورنې لپاره دې روژه بل وخت ونیسي.

د تاجکستان ولسمشر زیاته کړه، سربېره پر دې چې په تاجکستان کې تر اوسه د کرونا کومه مثبته پیښه نه‌ده ثبت شوې، خو باید بې‌احتیاطي او غیر مسؤلانه چلند ونه‌شي.

تاجکستان له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې پولې تړلې دي او د روژې په میاشت کې یې جوماتونه هم بند کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د مذهبي ازادیو کمېسیون تاجکستان د هغو هېوادونو په ډله کې ګڼي چې هلته پر مذهبي ازادیو سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

XS
SM
MD
LG