د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۲

ناټو: د افغانستان روغتیا وزارت د نړیوالې مرستې غوښتنه کړې


د افغانستان عامې روغتیا وزیر په کابل کې د افغان-جاپان روغتون د لیدو پر مهال.
د افغانستان عامې روغتیا وزیر په کابل کې د افغان-جاپان روغتون د لیدو پر مهال.

ناټو وايي چې افغانستان د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په چاره کې له دې ټلوالې څخه د نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې.

په بروکسل کې د ناټو مقر په یو بیان کې چې پرون‌یې پر خپله رسمي وېب‌پاڼه خپور کړ ویلي دي چې د بېړنیو چارو پر ضد د اتلانتیک-اروپا د مبارزې څانګې ته په ناټو کې د افغانستان د مأموریت له‌خوا د د روغتیا د وزارت په استازیتوب له کرونا ویروس سره د مبارزې په چاره کې له دې هېواد سره د نړیوالو مرستو غوښتنه رسېدلې ده.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پرون د غويي په څلورمه نېټه ۱۲۲۶ او د مړو شمېره ۴۰ ته ورسېده د روغتیا وزارت چارواکي د طبي وسایلو د کمښت له ستونزو شکایت کوي.

په همدې حال کې د چین له‌خوا د کرونا ویروس پر ضد د ځانګړو تجهیزاتو د مرستې دوهمه جوپه پرون د افغانستان عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

XS
SM
MD
LG