د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

چک جمهوریت کې لګېدلي بندیزونه کمېږي


د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ یوه برخه
د چک جمهوریت پلازمېنه پراګ یوه برخه

د چک جمهوریت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کرونا ویروس له امله به د لګېدلو بندیزونه په نرمولو کې بېړه وکړي، څو په دې ډول اقتصادي فشار کم شي.

چک وایي چې داسې نښې شته چې د کرونا ویروس خپرېدل کنټرول شوي دي.

د چک جمهوریت د روغتیا وزیر ادم فویتیچ وویل چې حکومت به سر له ننه هغه بندیزونه چې پر غیر ضروري تګ راتګ لګېدلي و، لیرې کړي.

په ورته وخت کې هغه کسان چې له بهره چک جمهوریت ته راځي هغوی به دا سند ښکاروي چې کرونا ټسټ‌یې منفی دی یا به دوه اوونۍ په قرنطین کې پاتېږي.

په چک جمهوریت کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مارچ له نیمایي راپه دې خوا سخت بندیزونه ولګېدل.

اوس په عام ځای کې تر دوو تنو د زیاتو یوځای کېدل منع دي، خو سر له ننه تر ۱۰ تنو پورې هم کولای شي چې یوځای شي.

تمه ده چې د اپرېل په ۲۷مه به پوهنتونونه هم پرانیستل شي.

د مې په ۱۱مه به رستورانتونه او بارونه کولای شي چې په بهر کې خلکو ته خواړه او مشروبات تهیه کړي او د مې په ۲۵مه به بیا اجازه وي چې خلک د رستورانتونو دننه هم خواړه وخوري.

د اپرېل په ۲۷مه به هغه دکانونه چې تر دوه نیم زره متر مربع پورې مساحت لري بېرته پرانیستل شي، همداراز به د سپورټ ځایونه، ژوبڼ او کتابخانې خلاصې شي.

په چک جمهوریت کې تر اوسه نږدې ۷۲۰۰ تنه په کرونا اخته شوي او ۲۱۰ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG